مصر په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې او د پراخې سیمه ایزې جګړې خبرداری یې ورکړی

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د مصر په العلمین کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره وکتل.

مصر د سه شنبې په ورځ، اګست ۲۰ (زمري ۳۰) وروسته له هغه په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه او د پراخې سیمه ایزې جګړې د پیل کېدو خبرداری یې ورکړ چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره وکتل.

السیسي په یو بیان کې وویل: "د روانې جګړې د پای ته رسولو وخت رارسېدلی دی. پکار ده چې له هوښیارۍ کار واخیستل شي او د سولې ژبه او ډیپلوماسي وکارول شي."

هغه خبرداری ورکړی چې ټولې خواوې باید "د پراخې سیمه ایزې جګړې له خطر" څخه وېره ولري.

بلینکن په اسرائیل کې له صدراعظم بنیامین نتنیاهو او نورو مشرانو سره له کتنې وروسته مصر ته تللی. هغه تېره ورځ په تل ابیب کې د اسرائیلي چارواکو سره تر لیدو کاتو وروسته وویل چې اسرائیل په غزې کې د اوربند کیدو لپاره د امریکا لخوا وړاندیز شوې طرحه منلې ده.

دا مطلب هم ولولئ بلینکن: اسرائیل د غزې اوربند په هکله د امریکا د وړاندیز ملاتړ کوي

د متحده ایالاتو دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات په غزې کې د اسرائیل او حماس جګړې پیل کیدو راهیسې سیمې ته د خپل نهم سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل چې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره یې ملاقات "ډیر ګټور" و او دا یې هم وویل چي د اسرائیل مشر نوې طرحه منلې ده.

بلینکن د دې نوې طرحې په هکله د نتنیاهو سره د خپل ملاقات په هکله په خبري کنفرانس کې وویل، "هغه یې ملاتړ کوي. دا اوس د حماس مکلفیت دی چې عین کار وکړي".

واشنګټن دا وړاندیز تیره اوونۍ په دوحې کې د قطر او مصر منځګړو او اسرائیل استازو سره تر ملاقات وروسته په ډاګه کړ چې د حماس ډلې په سمدستي توګه رد کړ.

په قطر کې د خبرو پیل کیدو څخه وړاندې د حماس ډلې له منځګړو هیوادونو څخه غوښتي و چې د نورو خبرو اترو پر ځای دې د اوربند هغه پلان تطبیق کړي چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د روان میلادي کال د مې میاشتې په ۳۱ مې په ډاګه کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې د اسرائیل مشر ژمنه کړې چې د نورو خبرو اترو لپاره "د لوړ پوړو کارپوهانو ډله" واستوي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې لومړی غواړي پوه شي چې د حماس ډله د نوې طرحې په هکله څه وایي.

ښاغلي بلینکن تر دې وړاندې له اسرائیل او حماس غوښتي و چې د روانو مذاکراتو لوری دې نه بدلوي، ځکه چې د هغه په خبره ښايي دا په غزې کې د اوربند او یرغمل شویو د خلاصون لپاره "وروستی چانس" وي.