افغانې لوبغاړې په المپیک کې د نړۍ پام په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته اړولی

په المپیک کې د افغانې ځغاستونکې کیمیا یوسفي د نوم د نښان پر شا "تعلیم" او "زموږ حقوق" په قلم لیکل شوي دي.

د پاریس د ۲۰۲۴ د المپیک د ځغاستې په سیالیو کې کیمیا یوسفي یوازنۍ افغانه ګډون کوونکې ده. د هغې د نوم د نښان پر شا "تعلیم" او "زموږ حقوق" په قلم لیکل شوي دي.

دا افغانه ورزشکاره وايي غواړي په المپیک کې د خپل ګډون له لارې د نړۍ پام په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته واوړوي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې ښځې او نجونې تر نورو زیاتې اغیزمنې شوې بلل کیږي. د ملګرو ملتونو د تېر کال په راپور کې افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ په کچه ترټولو مستبد هېواد ګڼل شوی چیرې چې د ښځو نږدې ټول اساسي حقونه ترپښو لاندې شوي دي.

یوسفي د جمعې په ورځ د ۱۰۰ مترو ځغاستې په سیالۍ کې وروستۍ راغله. خو دا افغانه ورزشکاره المپیک ته تګ یوازې د ګټلو او بایللو په خاطر مهم نه بولي او وايي: "زه فکر کوم چې د افغانو نجونو په وړاندې مسئولیت لرم ځکه چې هغوی غږ نشي اوچتولی."

یوسفي زیاته کړه: "زه سیاسي کس نه یم. خو یوازې هغه څه کوم چې رښتیا دي. زه له رسنیو سره خبرې کولی شم. زه کولی شم چې د افغان نجونو غږ واوسم. زه خلکو ته ویلی شم چې هغوی څه غواړي. هغوی اساسي حقوق، تعلیم او ورزش غواړي."

افغانه کیمیا یوسفي (وروستۍ) د جمعې په ورځ د المپیک د ۱۰۰ مترو ځغاستې په سیالۍ کې وروستۍ راغله.

د یوسفي مور او پلار د طالبانو په لومړنۍ واکمنۍ کې ایران ته کډه شوي وو او هغه له خپلو درې وروڼو سره په ایران کې زیږېدلې ده.

یوسفي په ۲۰۱۶ کې افغانستان ته ستنه شوه چې د هغه کال په المپیک کې د افغانستان استازیتوب وکړي. دا د یوسفي درېیم المپیک دی چې پکې ګډون کوي.

د طالبانو د بیاواکمن کېدو وروسته یوسفي د استرالیايي چارواکو او المپیک نړیوالې کمیټې په مرسته استرالیا ته کډه شوې ده او هلته ژوند کوي.

یوسفي وايي، په المپیک کې د کډوالو د ټیم د غړیتوب پر ځای یې وغوښتل چې د خپل هېواد استازیتوب وکړي او هیله یې دا وه چې په المپیک کې ګډون به یې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته د نړۍ پام واړوي.

هغې پر خپل کمیس باندې لګېدلي درې رنګه بیرغ ته په اشارې سره وویل: "دا زما بیرغ دی، دا زما هېواد دی او دا زما خاوره ده."