د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د المپیک د سرو زرو مډال ګټلو هڅه؛ د صمیم فیض‌زاد د ژوند کیسه


صمیم فیض زاد، افغان د جودو ورزشکار
صمیم فیض زاد، افغان د جودو ورزشکار

محمد صمیم فیض زاد د سږکال د المپیک په نړیوالو سیالیو کې یوازنی ګډون کوونکی افغان لوبغاړی دی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې دغو سیالیو ته په تیاري بوخت دی.

په فرانسه کې د المپیک په راتلونکو لوبو کې د افغانستان په استازیتوب شپږ لوبغاړي ګډون کوي. افغان لوبغاړي د بایسکل ځغلونې، لامبو، اتلټیک او جودو په رشتو کې سیالي کې او درې یې ښځې دي چې د طالبانو د حکومت لخوا په رسمیت ندي پېژندل شوي.

په دوی کې فیض زاد یوازنی لوبغاړی دی چې تراوسه په افغانستان کې اوسیږي او له جګړې راوتلي، له بې وزلۍ سره مخامخ یو هېواد کې نړیوالو سیالیو ته په سختې تیارۍ بوخت دی.

د جودو د رشتې دغه ۲۲ کلن ورزشکار وايي: "فزیکي ستړیا به په ۱۰ یا ۲۰ دقیقو کې ختمه شي خو ذهني او دماغي ستړیا ختمول ډیر سخت دي." فیض زاد د خپل ورځني څلور ساعته تمرین د لګښتونو د پوره کولو لپاره اړ دی چې کار او مزدوري وکړي.

هغه په کابل کې د جودو فدراسیون په یو زاړه کلب کې له نورو جودوکارانو سره په تمرین بوخت دی، او وايي: "جودو راته ډیر ارزښت لري. زما د ژوند یو ستر ارمان همدا و چې یوه ورځ په المپیک کې برخه واخلم."

صمیم فیصاد په کابل کې د جودو فدراسیون په یو کلب کې له نورو جودوکارانو سره په تمرین بوخت دی.
صمیم فیصاد په کابل کې د جودو فدراسیون په یو کلب کې له نورو جودوکارانو سره په تمرین بوخت دی.

'جنسیتي اپارتایډ'

د المپیک نړیوالې کمیټې په ۱۹۹۹ کې په دغو لوبو کې د افغانستان پر ګډون له دې کبله بندیز لګولی و چې طالبانو له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې په افغانستان کې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال ښځې له ورزش څخه منع کړې وې.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې، په لومړي ځل د المپیک د اوړي د موسم لوبې په داسې حال کې ترسره کیږي چې طالبانو یو ځل بیا ښځې له ورزش او همدارنګه ثانوي او لوړو زده کړو څخه منع کړي دي. ملګرو ملتونو دغه حالت "جنسیتي اپارتایډ" بللی دی.

خو د المپیک نړیوالې کمیټې دا ځل له طالبانو سره د مشورې پرته د افغان لوبغاړو یوه ډله دغو لوبو ته بللې ده. طالبان لوبو ته ندي بلل شوي او د افغان لوبغاړو د انتخابولو لپاره د افغانستان د المپیک ملي کمیټې له استازو سره مشوره شوې چې زیاتره یې له هېواد څخه دباندې دي.

درې نارینه او درې ښځینه افغان لوبغاړي د داسې یو سیستم پر اساس انتخاب شوي ترڅو په دغو لوبو کې ټول ۲۰۶ ملتونه برخه ولري، که نه لوبغاړي ښايي د ګډون چانس ونلري.

فیض زاد په کابل کې د شاوخوا ۱۰۰ لوبغاړو په ګډون په سیالیو کې د ښه ځلېدو پراساس د سږکال په المپیک کې د ګډون لپاره انتخاب شوی دی.

هغه له تیرو ۱۴ کلونو راهیسې د جودو لوبه کوي او په نړیواله درجه بندۍ کې ۴۴۶م مقام لري. فیض زاد وايي: "زه به خپله ۱۰۰ فیصده هڅه وکړم چې د خپل هېواد لپاره د سرو زرو مډال وګټم."

د بیرغ موضوع او د طالبانو دریځ

که څه هم طالبان هڅه کوي چې په نړیوالو سیاسي بحثونو کې یوازې دغه ډله د افغانستان استازيتوب وکړي، خو د ورزش په برخه کې یې له هومره ټینګار څخه ډډه کړې او د داسې لوبډلو او لوبغاړو ملاتړ کوي چې لا تراوسه د افغانستان د پخواني حکومت د درې رنګه بیرغ لاندې په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي.

د طالبانو د حکومت د سپورت د ریاست ویاند اتل مشواني فرانس پرس ته وویل: "موږ نه غواړو چې سیاست او سپورت سره ګډ کړو." خو هغه ټینګار وکړ چې په المپیک کې "یوازې درې ورزشکاران د افغانستان استازیتوب کوي."

مشواڼي زیاته کړه: "د وخت په تیریدو سره به د بیرغ مسله حل شي او د واکمن حکومت بيرغ به په نړيوالو ورزشي سياليو کې ځوړند وي."

افغانستان په لومړي ځل په ۱۹۳۶ کال کې د برلین د المپیک په لوبو کې برخه واخیسته او تراوسه یې یوازې دوه د برونزو مډالونه ګټلي چې دواړه د تکواندو په برخه کې دي.

فیض زاد وویل: "په افغانستان کې د ورزش لپاره ډیر فرصتونه نشته. موږ د تمرین لپاره معیاري کلبونه نلرو خو خپله هڅه کوو." فیض زاد هڅه کوي چې دغه ستونزې له ذهنه لرې کړي. هغه وايي: "یو ورزشکار باید وتوانیږي چې یوازې پر خپله لوبه تمرکز وکړي."

فیض زاد په کابل کې د شاوخوا ۱۰۰ لوبغاړو په ګډون په سیالیو کې د ښه ځلېدو پراساس د سږکال په المپیک کې د ګډون لپاره انتخاب شوی دی.
فیض زاد په کابل کې د شاوخوا ۱۰۰ لوبغاړو په ګډون په سیالیو کې د ښه ځلېدو پراساس د سږکال په المپیک کې د ګډون لپاره انتخاب شوی دی.

دغه ځوان لوبغاړي د خپل ۳۶ کلن تره، اجمل فیض زاده لخوا روزل شوی چا چې د ۲۰۱۲ د لندن په المپیک کې برخه اخیستې وه او د پاریس په المپیک کې به د خپل وراره ملتیا کوي.

فیض زاده وویل: "موږ دواړو د تیاري په برخه کې خپله پوره هڅه کړې ده. موږ واقعیا هدف لرو چې د امکان تر حده تر ټولو غوره لاسته راوړنې سره بیرته راستانه شو."

د پاريس المپيک به د فيض زاد لومړنۍ نړيواله سيالي وي. دا چې د طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ کوم هېواد لخوا په رسميت ندی پېژندل شوی، د هغه دا سفر ستونزمن او پېچلی بریښي.

په افغانستان کې زیاتره سفارتونه د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې تړل شوي او فیض زاد باید د ویزې د ترلاسه کولو لپاره ګاونډي ایران ته ولاړ شي.

هغه ژمنه وکړه: "که زه سیالۍ وګټم یا نه، که افغانستان ته خالي لاس هم راستون شم، زه به خپل تمرین ته دوام ورکړم ترڅو د ۲۰۲۸ د المپیک لوبو ته چمتو شم."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG