د لاس رسي وړ اتصالات

افغانه بایسکل ځغلوونکې: د پاریس المپیک کې د کډوالو لوبغاړو استازیتوب کوم


افغانه بایسکل ځغلوونکې معصومه عليزاده
افغانه بایسکل ځغلوونکې معصومه عليزاده

افغانه بایسکل ځغلوونکې معصومه عليزاده وايي ویاړي چې د پاریس د المپیک په لوبو کې د ټولو هغو کسانو استازیتوب کوي چې "له خپل هېواد څخه وتلو ته اړ شوي دي."

معصومې په ۲۰۲۰ کې د ټوکیو د المپیک په لوبو کې برخه لرله او اوس "په نړۍ کې د ۱۲۰ میلیون کډوالو شویو خلکو د استازي" په توګه د سږکال د پاریس په لوبو کې برخه لري.

هغه د ۳۶ لوبغاړو د یوې ډلې مشري کوي چې په ۱۱ مختلفو هېوادونو پورې اړه لري او ټاکل شوې چې د پاریس المپیک په ۱۲ مختلفو لوبو کې برخه ولري.

د پاریس المپیک لوبې د جولای له ۲۶ څخه د اګست تر ۱۱مې دوام کوي.

معصومې فرانس پرس ته وویل: "دا زما لپاره د ویاړ او خوښۍ ځای دی چې د یو ځانګړي ټیم استازیتوب کوم. دا داسې خلک دي چې د خپلو هېوادونو پرېښودو ته اړ شوي دي."

معصومه علیزاده له افغانستان څخه له وتلو وروسته په فرانسه کې اوسیږي او ددغه هېواد له نامتو لیل پوهنتون څخه یې د انجنیرۍ په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی.

وايي پخپل ژوند او په لوبو کې د ګډون کولو د امکاناتو په لرلو خوښه ده خو هغو افغانو نجونو ته خپه ده چې په افغانستان کې دا امکانات نلري: "کله چې زه په فرانسه کې خپل ژوند، چې د ازادانه ژوند او سفر کولو حق لرم، د افغانو ښځو له ژوند سره مقایسه کوم، ډیره ځوریږم چې د هغوی لپاره هیڅ هم نشم کولای."

افغانه بایسکل ځغلوونکې معصومه عليزاده د ۲۰۲۰ د ټوکیو د المپیک په لوبو کې د ګډون پرمهال
افغانه بایسکل ځغلوونکې معصومه عليزاده د ۲۰۲۰ د ټوکیو د المپیک په لوبو کې د ګډون پرمهال

د طالبانو پر حکومت انتقاد دی چې د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې له بیا واکمن کېدو راهیسې یې ښځې او نجونې له ورزش او نورو ډیرو اساسي حقونو څخه بې برخې کړي دي.

ټاکل شوې چې د پاریس د المپیک په لوبو کې د افغانستان په استازیتوب د لوبغاړو شپږ کسیز ټیم برخه واخلي.

د افغانستان د المپیک ملي کمیټې ویلي چې د المپیک له نړیوالې کمیټې سره له مذاکراتو وروسته د پاریس په لوبو کې د افغان ټیم د ګډون پریکړه شوې ده.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې همدارنګه ویلي چې د پاریس په لوبو کې د ګډون کوونکي افغان ټیم یو غړی له افغانستان څخه بهر ژوند کوي.

معصومه عليزاده وايي ډیره خوشحاله ده چې په دې لوبو کې به درې افغاناني برخه ولري او دا چې هغوی به د نارینه وو سره مساوي حق ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG