د "افغانستان د مقاومت جبهې" مشر احمد مسعود سه شنبه اګست ۲۷ ( وږي اوومه) د طالبانو سره د نړیوالې ټولنې په کړنو انتقاد وکړ او وې ویل چې د ده تر مشرۍ لاندې جبهه یوازې پریښودل شوې او هیره شویده.
مسعود چې په واشنګټن ډي سي کې د هډسن انسټیټیوټ په څیړنیز مرکز کې یې د ویډیو کنفرانس د لارې خبرې کولې، د طالبانو سره د نړیوالې ټولنې په پالیسو باندې د نیوکې تر څنګ وویل چې نړۍ پدې تیرو څو کالونو کې د دې ډلې سره د "جوړجاړي" پالیسي غوره کړې او د "قید او شرط پرته" د طالبانو سره تعامل کوي.
ښاغلي مسعود پخپلو خبرو کې دا ادعا هم وکړله چې د ده تر مشرۍ لاندې جبهه په افغانستان کې دننه یوازینی قوت دی چې د "ترهګرۍ ضد" جګړه کوي.
هغه وویل، "مونږ د مقاومت په ملي جبهې کې یوازینی قوت یو چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد نړیوالې جګړې کې مبارزه کوو.. له بده مرغه مونږ تر اوسه یوازې یو، یوازې پریښودل شوي یو او هیر شوي یو. خو پدې موضوع پوهیدل مهم دي چې افغانستان بدل شوی. د هیواد کنټرول ښایي د طالبانو په لاس کې وي خو هغوي د ولس د ارادې استازیتوب نکوي".
د ملي مقاومت جبهې مشر دا په ډاګه نکړله چې د مرستې لپاره یې سترګې کوم لور ته دي او له چا د یوازې پریښودو ګیله کوي خو په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو وروسته ، هیڅ هیواد یا ادارې د احمد مسعود په مشرۍ د جبهې سره په ښکاره د نظامي، اقتصادي او یا نورو مرستو خبر ندی ورکړی.
د افغانستان د مقاومت جبهې تر څنګ د "افغانستان آزادۍ جبهې" په نامه یوه بله وسله واله ډله هم وخت ناوخته په ټولنیزو شبکو کې د افغانستان بیلا بیلو ځایونو کې د طالبانو پر ضد د خپلو جګړو ویډیوګانې خپروي.
پداسې حال کې چې دا دواړه ډلې ډیری وخت د بریدونو د کولو ادعاوې په ټولنیزو شبکو کې کوي، خو پدې تیرو شاوخوا دریو کالونو کې چې طالبان په افغانستان کې د دویم ځل لپاره واک ته رسیدلي، د هیواد په څو ولایتونو کې د اکثریت وژونکو بریدونو د کولو ادعا د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګې کړیده چې سلګونه ملکیان او په ځانګړې توګه شیعه اقلیتونه پکې وژل شویدي.
د افغانستان د مقاومت جبهې مشر، احمد مسعود همدارنګه وویل چې په افغانستان کې دننه خلک د جدي سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او د دې ټولو ملامتي یې په طالبانو واچوله.
دا مطلب هم ولولئ د طالبانو مخالفان دوحې غونډې ته: د خلکو غیاب کې طالبانو سره تعامل مه کوئد ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو واک ته رسیدو څخه وړاندې او تر هغې وروسته هم داسې ویل کیده چې ګواکې اوسني طالبانو د پخوانیو په پرتله بدل شوي او منځلاري دي.
خو احمد مسعود پخپلو خبر کې وویل چې دا انګیرنه یوازې خیال دی.
هغه زیاته کړه، "له بده مرغه تیرو دوو (دریو) کالونو وښوده چې هیڅ ښه طالب نشته او دا یې هم وښوده چې (طالبان) تل یوه متعصبه او ځپونکې ډله ده".
مسعود وویل چي د طالبانو له کړنو داسې بریښي چې دا ډله غواړي د افغانستان ولس ته په ډله ایزه توګه سزا ورکړي او پرته لدې چې شواهد وړاندې کړي وویل چې طالبانو افغانستان د "ترهګرو د پټیدو په خوندي ځای" بدل کړی.
د افغانستان د مقاومت جبهې مشر د طالبانو واکمن کیدو راهیسې په پاکستان کې د وسله والو ډلو بریدونو ته په اشارې چې د هغه په وینا "غمیزه" ده او ګڼ شمیر بې ګناه کسان پکې وژل شویدي، وویل دا ثابتوي چې "اکثریت دا ډلې د طالبانو په پله ګام ږدي".
د مسعود په څیر پاکستاني چارواکي هم ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته په پاکستان کې د وسله والو بریدونه ډیر شوي او وایي چې وسله والې ډلې له پولې دې خوا د پټیدو خوندي ځایونه لري او له همدې ځایونو د بریدونو بندوبست کوي.
خو د طالبانو مشرانو په وار وار په افغانستان کې د بهرنیو ډلو شتون رد کړی او دا یې هم ویلي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي د افغانستان د خاورې څخه د بل هیواد / هیوادونو پر ضد کار واخلي.
احمد مسعود همدارنګه ادعا وکړله چی جبهې یې یوازې همدا تیر کال په فغانستان کې سلګونه عملیات کړي خو دا یې هم ور زیاته کړه چې پدې عملیاتو کې هیڅ ملکی ندی وژل شوی.
هغه له طالبانو وغوښتل چې که په ریښتیا هم ولس ورسره ولاړ وي، په افغاستان کې دې انتخابات وکړي.
د طالبانو حکومت تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.