کابل کې د ارزو تلویزیون د دروازې تړل؛ طالبانو یې اوه کارکوونکي هم نیولي

د آرزو تلویزیون د ۱۳۸۵ کال د تلې میاشت کې د بلخ ولایت مرکز مزار شریف کې فعالیت پیل کړ، چې بیا د ۱۳۸۸ کال د مرغومې میاشت کې یې په کابل کې هم خپل دفتر پرانیست.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ریاست او امربالمعروف او نهی عن النمکر وزارت کارکوونکو په کابل کې د ارزو تلویزیون په دفتر برید کړی او د څو ساعتونو پلټنې وروسته یې ددغې رسنۍ د دفتر د تړلو ترڅنګ اوه تنه کارکوونکي هم له ځان سره وړي دي.

دغه مرکز د چهارشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر څلورم (لیندۍ ۱۴) په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو د ارزو تلویزیون د کابل د دفتر د پلټنې پرمهال ددغې خصوصي تلویزیوني رسنۍ د کار کوونکو سره ناسم چلند کړی او هم یې ددغه دفتر د خبریالانو ځینې کمپیوټرونه ضبط کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو دا اقدام غندلی اوپه سمدستي ډول یې د ارزو تلویزیون د کارکوونکو د خوشې کیدو ترڅنګ ددغه تلویزیون د دفتر د بیرته پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ته یوې خبرې سرچینې ویلي: "د استخباراتو کارکوونکو د تلویزیون یو ساتونکی وواهه، له کارکوونکو سره یې ناوړه چلند وکړ، د هغوی موبایلونه یې ترې واخیستل ترڅو له دفتر څخه بهر سره اړیکه ونه نیسي او بیا یې د هر یوه‌ څخه د‌ کار په اړه پوښتنې وکړې".

دغه مرکز ویلی: "د استخباراتو کارکوونکو د آرزو تلویزیون د دفتر څېړنې او د کارکوونکو څخه پوښتنو ته د ماسپښین تر درې بجو دوام ورکړ، وروسته یې اووه تنه کارکوونکي چې پکې د کابل دفتر مدیر امان‌الله عظیمي، د یاد تلویزیون د‌ خپرونو مخته وړونکی خالد بارکزی، د پروګرامونو جوړوونکی او اداري مدیر امیر حسین عطریان، د تولید برخې مدیر ظهیر او د تولید برخې کارکوونکي سمیع، هارون او بکتاش شامل دي، ونیول او د دفتر له کمپیوټرونو سره یې یوځای د استخباراتو ریاست ته یوړل."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پنجشنبې وویل چې په کابل کې یې د ارزو تلویزیون دفتر د "اسلامي ارزښتونو د ساتنې" په موخه تړلی او پر دغې رسنۍ یې تور لګولی چې له جلاوطنو رسنیو یې ملاتړ ترلاسه کاوه، په غیر رسمي ډول یې خلک استخدامول او "مبتذل سريالونه" یې خپرول.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د طالبانو کارکوونکو چې کوم کاغذ د ارزو تلویزیون د دروازې د مهرلاک سره پر دروازه لګولی په کې لیکل شوي چې دا اقدام یې "د غیر اخلاقي او مبتذلو سریالونو د خپرولو له امله" تر دوېیمې خبرتیا پورې تړلی دی.

د آرزو تلویزیون د ۱۳۸۵ کال د تلې میاشتې په پیل کې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې فعالیت پیل کړ، چې بیا د ۱۳۸۸ کال د مرغومې میاشتې کې یې په کابل کې هم خپل دفتر پرانیست.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې د اروز تلویزیون د کابل د دفتر په سټوډیو کې د خپرونو جوړولو او خپرولو، تولید او دوبلې چارې ترسره کیدې چې د وحشي ژویو مستندونه او د ترکیې هېواد له لوري جوړ شوي "اسلامي سریالونه" په دري ژبه دوبله او خپرېدل.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو پر اساس تراوسه ددغې خصوصي تلویزیوني رسنۍ تر ۶۰ فیصدو پورې پروګرامونه په کابل کې تولید کیدل. ددغه تلویزیون د کابل په دفتر کې د اوو خبریالانو په ګډون تر ۷۰ پورې کارکوونکو په بیلابیلو برخو کې کار کاوه.

د طالبانو حکومت د ارزو د تلویزیون د تړلو دا اقدام په داسې حال کې کړی چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د توشیح وروسته د افغانستان په پنځه ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو په تصویر اخیستلو بندیز لګیدلی چې ورسره په دغو ولایتونو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې تلویزیونونو او خصوصي تلویزیونو خپرونې هم بندې شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د نومبر ۲۱ (لیندۍ اول) د تلویزیونونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو راپور کې ویلي و چې په دغه هیواد کې د طالبانو له خوا پر تلویزیوني خپرونو محدودیتونه مخ په زیاتیدو دي او د تیر یو کال په اوږدو کې د دغې ډلې د فشارونو له امله لږ ترلږه ۱۲ تلویزیوني خپرونې بندې شوي دي.

د افغان خبریالانو د ملاتړ دغه مرکز ویلي چې طالبانو پر افغانستان باندې د بیا واکمنیدو راهیسې لږ ترلږه ۲۱ فرمانونه او لارښوونې رسنیو ته صادرې کړي دي، چې د ټولیزو رسنیو د قانون، چې طالبانو یې د نافذیدو ژمنه کړې په ټکر کې دي.

په دې لارښونو او فرمانونو کې اوه یې د تصویري رسنیو د فعالیت د محدودیدو په برخه کې صادر شوي دي.

همدا تیره اونۍ ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" او د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یو ګډ راپور کې ویلي چې په تیرو څه باندې دریو کلنو کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د بشري حقونو پر وړاندې یې ۳۳۶ پیښې مستندې کړي دي.

یوناما د نومبر ۲۶ (لېندۍ شپږم) "په افغانستان کې د رسنیو ازاد‍ي" تر سرلیک لاندې خپور شوي راپور کې د خبریالانو د خپلسرو نیولو، شکنجو، ناوړه چال چلند او ګواښونو په ګډون د سلګونو قضیو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ددغه راپور له مخې، یوناما د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه چې طالبان په افغانستان بیا واکمن شول بیا د روان کال د سپتمبر تر۳۰ نېټې پورې، په خپلسر د خبریالانو د نیولو ۲۵۶ پیښې، شکنجې او ناوړه چال چلند ۱۳۰ پیښې او د ګواښ یا ډارولو ۷۵ قضیې ثبت کړې دي.

د یوناما راپور زیاتوي چې اوس مهال په افغانستان کې خبریالان، په ځانګړي ډول د رسنیو ښځینه کارکوونکې له سختو محدودیتونو او توپیرې چال چلند سره مخ دي، چې د هغوی پر مسلکي وړتیا یې ناوړه اغېز کړی دی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي اوس مهال د سانسور او معلوماتو ته د لاسرسي تر سختو محدودیتونو لاندې خپلې دندې ترسره کوي. طالبانو حکومت د یوناما دغه راپور ته لا غبرګون نه دی ښودلی.