افغانستان ته د شانګهای سازمان په سرمشريزه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې

د پاکستان حکومت د دې سرمشریزې پر مهال د اکتوبر له ۱۴ څخه تر ۱۶ پورې په اسلام اباد او ورسره جوخت ښار راولپينډۍ کې عمومي رخصتي هم اعلان کړې ده .

د راپورونو له مخې په اسلام اباد کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د حکومتونو د مشرانو په راروانه غونډه کې افغانستان ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر پر ۱۲(تله ۲۱) په يو بيان کې ويلي چې د دغه هېواد صدراعظم محمد شهباز شريف به د شانګهای همکارۍ سازمان د موجوده مشر په حيث د راروانې غونډې مشري وکړي.

بيان کې ویل شوي: "د شانګهای همګارۍ سازمان د غړو هېوادونو په استازیتوب به د چین، روسیې، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان او اوزبیکستان صدراعظمان او همدارنګه د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال او د هند د بهرنیو چارو وزیر ګډون وکړي. د منګولیا صدراعظم "څارونکی غړی" او د وزیرانو شورا مرستیال او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر به د "ځانګړي میلمه" په حیث په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د پاکستان له خوا د کوربه په حيث د شانګهای همکارۍ سازمان د راتلونکې غونډې په اړه په خپور شوي بيان کې د افغانستان نوم نه دی اخیستل شوی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا د شانګهای همکارۍ سازمان د راروانې سرمشريزې په اړه څه نه دي ويلي.

د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۳مه دوه ورځنۍ سرمشريزه د اکتوبر پر ۱۵ او ۱۶(تله ۲۴ او ۲۵) په اسلام اباد کې کېدونکې ده.

ځينو ديپلوماتيکو سرچينو د اکتوبر پر ۱۲ (تله ۲۱) د پاکستان جيو نيوز تلويزون کانال ته ويلي چې افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې د شانګهای همکارۍ سازمان د څارونکی حيثيت خپل کړی، خو په وينا يې چې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر مياشتې راهيسې په دغه سازمان کې د دغه هیواد له اړخه د طالبانو استازو ګډون نه دی کړی.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شو چې نهه غړي لري. چين، روسیه، قرغيزستان، قازقستان، تاجیکستان او اوزبیکستان ددې سازمان لومړني غړي دي خو پاکستان، هند او ايران یې په ۲۰۱۷ کال کې غړيتوب تر لاسه کړ.

بلخوا افغانستان، بېلاروس او منګوليا ددې سازمان د څارونکو هېوادونو حيثيت لري. شانګهای همکارۍ سازمان سازمان د سیمې د سياست، امنيت او اقتصاد په برخو کې کار کوي.

د پاکستان مرکزي حکومت د دې سرمشریزې پر مهال د اکتوبر له ۱۴ څخه تر ۱۶ (تلې ۲۳ تر ۲۵) پورې په پلازمېنه اسلام اباد او ورسره جوخت ښار راولپينډۍ کې عمومي رخصتي هم اعلان کړې ده چې دا ډول دا غونډه بې له څه ډول خنډه په سمه توګه تر سره شي.