د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۴ مه کلیزه؛ طالبان: ګاونډیو سره په سوله کې ژوند کول غواړو

د طالبانو حکومت د شنبې ورځ د اګست ۱۹ ( زمري ۲۸) د بریتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو ۱۰۴ مې کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې ده او کابل کې یوې غونډې کې یې دا ورځ ونمانځله.

افغانستان د پخواني پادشاه امان الله خان په مشرۍ په ۱۲۹۸ لمریز کال کې له بریتانوي ځواکونو سره له جګړو وروسته خپله خپلواکي اعلان کړه . د همدې نیټې وروسته افغانان هرکال د یو لړ مراسمو په ترڅ کې دا ورځ نمانځي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ددې ورځې د نمانځلو په مناسبت په دغه وزارت کې یوه غونډه جوړه کړې وه، چې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا مرستیالانو مولوي عبدالکبیر، ملا عبدالغني برادر، مولوي عبدالسلام حنفي او د طالبانو د دفاع ، کورنیو چارو او بهرنیو چارو د وزارتونو د سرپرستانو مولوي یعقوب مجاهد، سراج الدین حقاني او مولوي امیرخان متقي په ګډون د طالبانو د حکومت زیات شمیر چارواکو په کې ګډون کړی و.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وویل، غواړي ټولو ګاونډیو سره په سوله کې ژوند وکړي او د ټولو ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان سرحدونه پرانیستي دي. هغه وویل د ایران سره د هلمند د اوبو مسله یې په ډیرښه ډول حل کړې ده.

دې غونډې ته مولوي عبدالسلام حنفي وویل، چې افغانانو د انګریزانو څخه د افغاسنتان خپلواکي د دیني عالمانو په مشرۍ ترلاسه کړې ده. هغه د امان الله خان نوم وانخیست.

ښاغلي حنفي یو ځل بیا وویل، چې حکومت یې نه غواړي د هیڅ کوم هیواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي. هغه له نورو هیوادونو هم د ورته چلند غوښتنه وکړه.

دې غونډې ته مولوي یعقوب مجاهد وویل، چې دا ورځ په داسې حال کې نمانځي، چې افغانستان په بشپړ ډول خپلواک دی.

هغه وویل، چې دا یې عزم دی، چې ازادي به ساتي او هڅه به کوي چې افغانان بیا د جنګ جګړو او ناخوالو سره مخ نشي.

سراج الدین حقاني د نړیوالې ټولنې څخه د طالبانو د حکومت سره د تعامل غوښتنه وکړه.

د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي: "له انګريز استعمار څخه د خپلواکۍ اخيستلو ورځ په داسې حال کې نمانځو چې له دې ورځې (۲۸ اسد) څلور ورځې وړاندې مو د امریکايي استعمار د شکست ورځ ونمانځله".

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ افغانستان کې طالبانو بیا واک ترلاسه کولو وروسته دا درییم ځل دی، چې د زمري ۲۸ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نمانځل کیږي.

په دغو دریو کلنو کې د افغانستان په دننه کې د زمري د ۲۸ ورځې نمانځل د تیرو کلنو پرتله کم رنګه شوي دي.

د طالبانو د واکمنۍ دمخه دا ورځ په ډیرو شاندارو مراسمو کې نمانځل کیدله او د کابل سربیره به په دې ورځ د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد کې هم د افغانستان د خپلواکۍ د ګټوونکي پخواني پادشاه امان الله خان په قبر باندې د ګلونو د ګیډۍ د ایښودلو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې دا ورځ نمانځل کیدله.

په تیرو کلنو کې د پخواني حکومت له خوا ددې ورځې د نمانځلو ترڅنګ په ګڼو ولایتونو کې هم دا ورځ د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو له خوا په غوڼدو او په درې رنګه بیرغ باندې د موټرو د پوښل شویو کاروانونو په ترڅ کې نمانځل کیدله.

تیر۱۴۰۱ لمریز کال د زمري په ۲۸ د طالبانو حکومت د یو شمیر هغو ځوانانو مخه نیولې وه، چې درې رنګه بیرغونه یې رپول.

د زمري د ۲۸ ورځې د نمانځلو لپاره د افغانستان بهر هم یو لړ پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.

همداشان د ټولنیزو رسنیو زیات شمیر افغان کاروونکو هم د دې ورځې په مناسبت په خپلو پیغامونو کې د افغانستان خلکو ته ددې ورځې مبارکي ورکړې ده.