د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د واکمنۍ دوییم کال؛ "طالبان د افغانستان او نړۍ لپاره خطرناک دي"


د افغان میرمنو د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې په نوم د ښځو د خوځښت یو شمیر غړو نن د اګست ۱۵ (زمري ۲۴) په کابل کې د د کفنونو په اغوستلو سره پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمنیدو د دوییمې کلیزې د رسیدلو په مخالفت کې لاریون کړی دی.

لاریون کوونکو د اګست ۱۵ د افغانستان خلکو ته د تورې ورځې په توګه یاده کړه او ادعا یې وکړه، چې دوه کاله دمخه په همدې ورځ نړیوالې ټولنې افغانستان طالبانو ته وسپاره او ددغه هیواد د ۳۶ میلیونو وګړو راتلوونکې یې له منځه یوړه.

دغو میرمنو وویل:" دا ورځ د یوې داسې ورځې په توګه، چې پرته له دلیل څخه واک یوې جاهلې ډلې ته د سپارلو او د افغانستان د ۳۶ میلیونو وګړو د هیلو د نابودۍ ورځ ده".

دغو لاریون کوونکو نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې په دې ټینګار وکړ، چې د ازادۍ، سولې او د افعانستان په هیله مبارزې ته دوام ورکوي او باور لري، چې ټول یود بل ترڅنګ په دریدلو سره اوسنی وضعیت بدلولی شي.

ددغو لاریون کوونکو د وینا له مخې د افغانستان ناانډول وضعیت باید همداسې دوام ونکړي او دا هیواد له یاده ونه ایستل شي، بلکې نړیوال قوي غورځنګونه رامنځ ته شي او د افغانستان د ازادۍ لپاره خبرې او جدي اقدامات ترسره شي.

ددغې شبکې غړو په باور د افغانستان خلکو د خپل هیواد د ازادۍ او سولې لپاره لویه قرباني ورکړې او پرې به نږدي، چې راتلونکې یې د تیارو په لور سوق شي.

ددغې شبکې د وینا له مخې د طالبانو له خوا د افغانستان خلکو ته په ځانګړي ډول ښځو او نجونو ته له ۵۰ زیات څخه فرمانونو او حکمونو په صادریدو سره خلکو ته د هرې ورځې په تیریدو فضا تنګیږي.

دغو اعتراض کوونکو وویل:"طالبانو باید د صحرايي محکمو په جوړولو، په نیابتي جګړو، قتل عام او تیري سره دا وښودله، چې دا ډله د افغانستان او نړۍ لپاره خطرناکه ډله ده. د بې ګناه خلکو د مالونو چور، د افغانستان په شمال کې د پاکستاني کوچینانوځای په ځای کول او جبري کوچول د بل هر وخت څخه زیات دا ښيي، چې طالبان د افغانستان او نړۍ راتلوونکی ته لوی ګواښ دی".

دغو لاریون کوونکو د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې د افغانستان خلکو غوښتنو ته دې لبیک ووايي او نه یوازې دا چې د طالبانو څخه دې ملاتړ ونه کړي، بلکې د افغانستان د خلکو ترڅنګ د دریدلو سربیره په طالبانو باندې په ځانګړي ډول د هغوی په مشرانو باندې سیاسي محدودیتونه ولګوي او دا ډله دې په رسمیت ونه پیژني.

پاکستان کې لاریون

د طالبانو واک ته د رسیدلو د دوییمې کلیزې د رارسیدو په مناسبت د افغانستان دننه او بهر کې د دغې ډلې په خلاف د روانو لاریونونو په لړ کې د سه شنبې په ورځ اګست ۱۵ (زمري ۲۴) د پاکستان پایتخت اسلام اباد کې یو شمیر افغان کډوالو یوه اعتراضي غونډه جوړه کړې وه.

اعتراض کوونکو "طالبانو ته نه، تروریزم ته نه" ، طالبان په رسمیت مه پیژنئ" ، " طالبانو څخه ملاتړ بندکړئ" ، " طالبان درواغجن دي"، " عدالت، عدالت، ستړي یو د اسارت" او " ډوډۍ، کار، ازادي" شعارونه ورکول.

دغو لاریون کوونکو په تختو باندې په لیکلو شعارونو کې د اګست ۱۵ ورځې له امله د افغانستان خلکو سره غمرازي څرګنده کړه".

دغو لاریون کوونکو وویل، چې د نړۍ بیدار او ازادي غوښتونکي خلک دې د طالبانو له منځه وړولو لپاره د افغانستان خلکو ترڅنګ ودریږي او خپل هیوادونه دې ته اړ کړي، چې د طالبانو سره هیڅ ډول تعامل ونکړي. هغوی همداشان د افغانستان په قضیه کې د ښکیلو هیوادونو څخه وغوښتل، چې د طالبانو په نسکورولو کې چې ددغې لاریون کډونوالو د ادعا له مخې د افغانستان د خلکو غوښتنه هم ده اقدام وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG