د لاس رسي وړ اتصالات

متقي: هیڅوک نور د طالبانو حکومت پر وړاندې د وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوي


د طالبانو د سه شنبې ورځ اګست ۱۵ (زمري ۲۴) په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو دویمه کلیزه په کابل او ولایتونو په مرکزونو کې د غونډو په ترڅ کې ونمانځله.

د طالبانو حکومت له وړاندې دا ورځ د عمومي رخصتۍ په توګه اعلان کړې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې طالبانو او خپلو پلویانو ته ددې ورځې مبارکي ورکړې او ویلي دي، چې دوه کاله وړاندې د طالبانو د ځواکونو له خوا د افغانستان د ۳۲ ولایتونو د نیولو وروسته طالبانو ځواکونه په دغه ورځ کابل ته هم داخل شو.

د طالبانو حکومت د کابل په ګډون د ټولو ولایتونو په مرکزونو کې د اګست د ۱۵ ورځې په مناسبت غونډې او ځینې سپورتي او فرهنګي پروګرامونه هم ترتیب کړي و.

د کابل په اماني لیسه کې یوې غونډې کې د طالبانو د حکومت یو شمیر لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و. دې غونډې ته د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په خپله وینا کې وویل، چې د حکومت پالیسي یې داده چې د افغانستان خاوره به د هیڅ کوم هېواد یا ګاونډي پرخلاف ونه کارول شي.

همدې غونډې ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان مقتي په خپله وینا کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د طالبانو حکومت سره دې تعامل وکړي اود هېڅ ډول ګډوډۍ او مخالفت ته د لمن وهلو هڅه دې نه کوي

ښاغلي متقي وویل: "له تحول وروسته د دې نظام د ناکامۍ ډېره هڅه وشوه خو بریالي نه شول".

امیرخان متقي وویل، چې هېڅوک د افغانستان د موجوده حکومت د وسله وال مخالفت ملاتړ نور نه کوي

هغه وویل "که څوک غواړي، چې افغانستان کې اوبه خړې کړي په دې باید پوه شي چې هغه ډونران هم نور ستړي شوي چې مخکې به یې ورسره مرسته کوله."

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوی شهاب الدین دلاور همدې غوندې ته په وینا کې له طالبانو وغوښتل چې له خلکو سره دې سم چلند څخه کار اخلي.

ددې سربیره طالبانو حکومت ددې ورځې په مناسبت د کابل ښار په ځینو برخو کې په ځینو ودانیو خپل بیرغونه ځوړند کړي او په څراغو باندې یې روښانه کړي دي.

طالبانو د پخوانیو مجاهدینو د قومندان احمدشاه مسعود په یاد د امریکا د سفارت مخ ته جوړشوی منار باندې هم سپین بیرغونه لګولي او په څراغونو باندې يې روښانه کړی دی.

د سه شنبې په ورځ د کابل ښار په واټونو کې د طالبانو او د هغوی پلویانو د موټرو په قطارونو کې چې سپین بیرغونه یې پرې لګولي وو ګزمې هم وکړې.

خود نورو ورځو پرتله کابل ښار کې ګڼه ګوڼه کمه نه وه او د رخصتۍ له امله ډیر کسان په خپلو کورونو کې پاتې شوي و.

طالبانو د خپل بري دا ورځ په داسې حال کې ونمانځله، چې د طالبانو د حکومت مخالفې وسله والې ډلې د افغانستان د مقاومت ملي جبهې چې مشري یې د پخوانیو مجاهدینو د قومندان احمدشاه مسعود زوی، احمد مسعود په غاړه لري په یوه اعلامیه کې د طالبانو پر وړاندې په وسله واله مبارزه او مدني حرکتونو له لارې د مبارزې په دوام باندې ټینګار کړی دی.

طالبان د خپلې واکمنۍ دویمه کلیزه په داسې حال کې نمانځي چې د دوو کلنو په تیریدو د دغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

خو په کابل کې د چین، روسیې، اروپايي ټولنې په ګډون د ګاونډیو او د سیمې د ځینو هیوادونو سفارتونه او نمایندګۍ پرانیستي دي او هم د طالبانو د حکومت ډپلوماتان د روسیې او چین په ګډون په ځینو ګاونډیو او د سیمې هیوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې ګمارل شوي دي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره یو شرط بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او د قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی ښودلی دی.

طالبان دوه کاله دمخه په همدې ورځ وروسته له هغه چې د افغانستان پخوانی جمهور رئیس محمد اشرف غني له دغه هیواد څخه ووت، کابل ته ننوتل.

طالبان کابل ته د ننوتلو دمخه د پنجشیر ولایت پرته د افغانستان نور ټول ولایتونه نیولي و.

طالبان په داسې حال کې کابل ته ننوتل، چې د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د امریکا او څو نورو لویدیځو هیوادونو سرتیرې لا هم ځای په ځای و او ددغه هیواد ډګر له لارې یې هغه افغانان چې پخواني حکومت او نړیوالو ادارو سره کار کړی وبهر ته د ایستلو لپاره عملیات پیل کړي و.

امریکايي او د نورو لویدیځو هیوادونو سرتیري د اګست په ۳۰ له افغانستان څخه وتل او طالبانو د اګست په ۳۱ د کابل هوايي ډګر کنټرول ترلاسه کړ. خو د پنجشیر په ولایت کې د طالبانو او د مقاومت د جبهې جګړې د څو اونیو لپاره لا هم رونې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG