خبریالانو د ملاتړسازمان: طالبانو د کورنیو رسنیو پر ژوندیو سیاسي خپرونو د بندیز پرېکړه کړې

د افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټونه وايي چې طالبانو په تیرو دریو کلنو کې په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ پر مهال د هرکال په تیریدو پر خبریالانو او رسنیو په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو محدودیتونه لازیات کړي دي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان ویلي چې د طالبانو د حکومت پر کورنیو رسنیو پر ژوندیو سیاسي خپرونو د بندیز نوې پرېکړه کړې، چې له مخې رسنۍ د دغه حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د موافقې پرته په ژوندۍ بڼه خپرونو کې پر سیاسي مسلو له بحث منع شوي دي.

په جرمني کې میشت د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان، د یکشنبې د ورځې ناوخته د سپټمبر ۲۲( تلې اول) په یوه اعلامیه کې ویلي چې همدا راز طالبانو د خپلې خوښې شنونکي رسنیو ته معرفي کړي چې په تحلیلي او سیاسي خپرونو کې ددغې ډلې په استازیتوب ګډون وکړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د دغه نوي بندیز په تړاو خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او له ټولو هغو بنسټونو چې د بیان ازادۍ، رسنیو او بشري حقونو ملاتړ کوي، غواړي څو د طالبانو د دې ځپونکو پرېکړو پر وړاندې کلک او قاطع دریځ غوره کړي."

دغه سازمان ټینګار کړی چې اړینه ده نړیواله ټولنه او اړوند بنسټونه د طالبانو د حکومت د دې ځپونکي کړنې پر وړاندې بې ځوابه پاتې نه شي او په افغانستان کې د ازادو رسنیو او د بیان د ازادۍ د ملاتړ لپاره اغېزناک اقدامات ترسره کړي.

د افغان خبریالانو د ملاتړ د یوې ادارې یو چارواکي امریکا غږ سره په خبرو کې د طالبانو د حکومت د اطلاعات او فرهنګ وزارت دا نوی محدودیت تائید کړ، خو زیاته یې کړه چې دا محدویت موقتي بڼه لري او ترهغې به دوام ولري چې رسنۍ د طالبانو د حکومت د اطلاعات او فرهنګ وزارت سره په ملتیا یو داسې کړنلاره جوړه کړي چې ژوندیو سیاسي بحثونو کې کوم ناپیژندل شوی شنونکی د طالبانو د حکومت په استازیتوب ګدون ونه شي کړای.

ځینو سرچینو امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا پریکړه وروسته له هغې وکړه چې په یوې داخلي رسنۍ کې یو شنونکي په یو بحث کې وویل چې د طالبانو حکومت به هیڅکله هم د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې نجونو ته د زده کړو اجازه ورنه کړي.

طالبانو په څه باندې دریو کلنو کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول پر خبریالانو او رسنیو باندې خپل فشارونه زیات کړي دي، چې له امله یې په زیات شمیر رسنۍ بندې شوي او په زرګونو خبریالان په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان او د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د حکومت د درې کلنې واکمنۍ د ورځې د رسیدلو سره هممهاله په جلا راپورونو کې د افغان خبریالانو او رسنیو وضعیت د ارزونې پرمهال ویلي دي چې په تیرو دریو کلنو کې په دغه هیواد کې د هرکال په تیریدو پر خبریالانو او رسنیو باندې محدودیتونه لا زیات شوي دي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په دې راپور کې ویلي: "ددغو محدودیتونو، سانسور او اقتصادي ستونزو له امله ډیرې رسنۍ تړل شوي او یو کم شمیر چې لا هم فعالې دي د هرې ورځې په تیریدو سره د سانسور او لا محدودیتونو سره مخ کیږي".

په دې راپور کې ویل شوي د طالبانو د واکمنۍ څخه د دریو کلنو په تیریدو سره پر ښځینه خبریالانو باندې د طالبانو د حکومت محدودیتونه د هغوی د کار منع کیدو تر بریده رسیدلي او هم د خبریالانو تعقیب، شکنجه، تبعید، ګواښول او په زندان کې اچول لا هم دوام لري.

ددغه راپور له مخې خبریالان او رسنۍ ددې حق نلري چې داسې یو مسله تر خبري پوښښ لاندې راولي چې ددغې ډلې د حاکمیت پرخلاف ګڼل کیږي. ددې سربیره خبریالان د طالبانو د اجازې او رضا پرته د معلوماتو د خپرولو حق نلري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په مناسبت یو رابور کې چې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست ۱۳ (زمري ۲۳) خپور شوی وو ویلي چې د رسنیو په ځانګړي ډول د ازادو رسنیو پر وړاندې د طالبانو د حکومت رسمي چلند یو ډول نه دی، په داسې کې چې طالبان د ټولیزو رسنیو قانون تائیدوي او ویلي دي چې د یو کم شمیر مواردو د تعدیلیدو وروسته توشیح کیږي، خو برخلاف په عمل کې یې دا قانون نه دی پلی کړی.

رسنیو ته د طالبانو کړنلارې

د افغانستان خبریالانو مرکز ویلي: "په تیرو ۱۲ میاشتو کې د رسنیو او ازادو خبریالانو سره د سخت چلند یوه نښه رسنیو ته د کړنلارو او لارښودونو دصادرولو دوام وو... طالب چارواکو رسنیو ته لږ ترلږه درې تازه لارښودونه صادر کړي دي".

په دې لارښودونوکې د "ملي هویت" د ساتلو لپاره د ژبې څخه د استفادې او د کلیمو د کارول، کندهار کې د رسمي او غیر رسمي غونډو څخه د عکس او فلم اخیستلو منع کول او په خوست کې د راډیوي او تلویزیوني خپرونو ککې د ښځو او نجونو سره د تیلیفوني اړیکو د نیولو محدودیت هم شامل دی.

ددغه راپور پراساس طالب چارواکو د خپلې واکمنۍ په لومړیو او دوېیمو کلونو کې رسنیو او خبریالانو ته لږ تر لږه ۱۴ کړنلارې صادر کړې وې او د پلي کولو لپاره یې له هېڅ ډول هڅې او فشار څخه ډډه نه ده کړې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې دغه کړنلارې چې قانوني او حقوقي بنسټ یې نه دی تعریف شوی او ځینې مواد یې مبهم دي، ډېری برخې یې په ملي راډیو او ټلویزیون کې د ښځو د کار د منع کولو، د لاریونونو د خبري پوښښ د مخنیوي، د موسیقي د خپرولو منع، په رسنیو کې د ښځو د پوښښ او د هغوی د ځای توپیر، د ښځو سره د نارینه‌وو یا نارینه‌وو سره د ښځو د مرکو منع کولو، په ډرامو او فلمونو کې د ښځو ښکاره کولو، د طالبانو له مخالفانو او منتقدینو سره پر مرکو بندیز، په افغانستان کې د نړیوالو راډیوګانو او تلویزونونو خپرولو منع کول، پر طالب چارواکو د نیوکو کولو منع کول، په رسنیو کې د ښځو غږونو خپرول یا په ځینو ولایتونو کې له ښځو سره پر ټیلیفوني اړیکو بندیز لګول او له بهرني یا تبعیدي رسنیو سره همکاري کولو په اړه دي.

دغه مرکز پر افغانستان باندې د طالبانو د دریم کال د واکمنۍ په موده کې د ګواښونو او نيولو په ګډون د رسنيو او خبريالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۱۸۱ پېښې ثبت کړي چې ددغې ډلې د دوېیم کال واکمنۍ پرتله زیاتوالی ښیي.

افغانستان د رسنیو د ازادۍ په برخه کې د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (ار ایس ایف​) د ۲۰۲۴ کال په شاخص کې د ۱۸۰ هیوادونو په ډله کې ۱۷۸ ځای خپل کړی دی. تیر ۲۰۲۳ کال کې دا هیواد د دغه سازمان د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې د ۱۸۰ هیوادونو په لیست کې ۱۵۲ ځای نیولی وو.