د لاس رسي وړ اتصالات

پر افغان خبریالانو او رسنیو د طالبانو فشارونه لا زیات شوي - راپور


افغانستان خبریالانو مرکزویلي د ۲۰۲۴ کال لومړیو شپږو میاشتو کې یې د خبریالانو او رسنیو د مسوولینو پر وړاندې ۶۰ د ګواښونو او ۲۹ د خبریالانو د نیولو قضيې ثبت کړي دي.
افغانستان خبریالانو مرکزویلي د ۲۰۲۴ کال لومړیو شپږو میاشتو کې یې د خبریالانو او رسنیو د مسوولینو پر وړاندې ۶۰ د ګواښونو او ۲۹ د خبریالانو د نیولو قضيې ثبت کړي دي.

د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان خبریالانو او رسنیو وضعیت په اړه د افغانستان د خبریالانو د مرکز موندنې ښيي چې په دغه هېواد کې نه يوازې پر خصوصي رسنیو فشار نه دی کم شوی، بلکې د رسنیو پر کاري محتوا څارنه هم زیاته شوې او د طالبانو استخبارات او امر بالمعروف د رسنیو پروګرامونو او کارونو کې لاسوهنې ته دوام ورکړی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۸ (چنګاښ۲۸) په یو راپور کې ویلي چې که څه هم په کابل کې پر رسنیو محدودیتونه کم دي، خو په ولایتونو کې رسنۍ په ځانګړې توګه په جنوب او ختیځ کې د رسنیو د تولیدي پروګرامونو د محتوا د بیا خپرولو له امله چې په کې د ښځو غږونه هم شتون لري ګواښل شوې دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "همدارنګه، ځایي خبریالان چې د ملي او ټولنيزو رسنیو سره همکاري کوي یوازې هغه قضیې تر پوښښ لاندې راوستلای شي چې د ځایي چارواکو له لوري تایید شوې وي. له دې ډلې په ټولنیزو رسنیو کې د هر مطلب یا موضوع خپرول او د خبریالانو شخصي ټولنیز حسابونه هم شامل دي".

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په عین وخت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې محدودیتونه هم په جدي توګه پلي کیږي او اړوند چارواکي په ډېری برخو کې له خبریالانو سره خبرو ته زړه نه ښه کوي او له بهرنیو رسنیو په ځانګړې توګه له تبعید شوې رسنیو سره د خبریالانو همکاري د منلو وړ نه‌ ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې د پیل څخه د جون د میاشتې ترپایه یې د افغان خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د سرغړونو ۸۹ پیښې ثبت کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "په ثبت شویو پېښو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۶۰ د خبریالانو او رسنیو د مسوولینو پر وړاندې د ګواښونو او ۲۹ د خبریالانو د نیولو قضيې شاملې دي. د ګواښونو د پېښو له ډلې د طالب چارواکو په امر لږ تر لږه د اووه رسنیو تړل هم شامل دي".

دغه مرکز ویلي چې په کابل کې د عدليې وزارت له لوري دوه تلوېزيونونه، دوه راډيوګانې د غزني ښاروالۍ، يوه راډيو په لغمان او يوه راډيو په پروان کې د جواز د نه تمدیدولو له امله د طالبانو استخباراتو له خوا او يوه راډيو په خوست کې د امنيه قوماندانۍ له لوري تړل شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د تړل شویو رسنیو له ډلې درې رسنۍ له څو ورځو څخه نیولې تر یوې اونۍ پورې تړل شوې وې، خو دوه تلویزیونونه او دوه راډیوګانې لا هم بندې دي او د پرانیستلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د نیول شویو خبریالانو له ډلې د روان کال د اپریل په شپږمه (۱۸حمل) په غزني کې نیول شوی خبریال لاهم بندي دی

دغه مرکز په ټینګار ویلي چې پر خصوصي او ازادو رسنیو د فشارونو او بندیزونو سختول او د خبریالانو ګواښل او نیول نه یوازې دا چې بې پایلې دي، بلکې د خلکو پر پوهاوي او د هېواد پر پرمختګ هم ډېرې ناوړه پایلې لري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له مسوولو چارواکو غواړي چې په خپله رسنیزه پالیسي له سره غور وکړي، له خبریالانو او رسنیو څخه د ناسمو او ناقانونه غوښتنو ډډه وکړي او له وېرې او ځان سانسورۍ څخه په پاک چاپېریال کې د کار کولو زمینه برابره کړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې خبریالان او رسنۍ تر فشار لاندې راوستي دي او د خپلې نږدې درې کلنې واکمنۍ په موده کې یې په لسګونو خبریالان په زندان کې اچولي او څو تنو ته یې د محکمې له لارې د یو کال او دوو کلنو د بند سزا هم اورولې ده. د خبریالانو د ملاتړ ادارې وايي چې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د طالبانود حکومت د سختو پالیسو او د خبریالانو او رسنیو په کارونو کې د دغه حکومت استخباراتو د ریاست او امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت د لاس وهنو او د اقتصادي ستونزو له امله یو زیات شمیر رسنۍ تړل شوي او د ښځینه خبریالانو په ګډون په زرګونو خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د اقداماتو له امله افغانستان د بې پولې راپور ورکوونکو د سازمان (RSF) د مطبوعاتو د ازادۍ د ۲۰۲۴ کال په شاخص کې د ۱۸۰ هیوادونو په لیست کې ۱۷۸ ځای نیولی دی. افغانستان ددغه سازمان د مطبوعاتو د ازادۍ د ۲۰۲۳ کال په شاخص کې ۱۵۲ ځای نیولی وو.

د طالبانو د حکومت د افغانستان د خبریالانو د مرکز راپور ته لا غبرګون نه دی ښودلی. خو دمخه ددغه حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د طالبانو ترکنټرول لاندې ملي راډیو ته ویلي وو چې رسنۍ باید خپل فعالیتونه او خپرونې د دیني ارزښتونو او ملي کټو پراساس ترسره کړي.

هغه ټینګار کړی وو چې د طالبانو حکومت رسنیو ته ارزښت ورکوي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نورو ادارو ترڅنګ رسنیو سره نږدې همکاري لري، چې ددغې همکارۍ په ترڅ کې د خبریالانو او رسنیو د امنیت د خوندیتوب سربیره هغوی ته په موقع باندې معلومات او لازمې اسانتیاوې هم برابرې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG