د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو کابل کې د رسنیزې محتوا یو ترتیبوونکی نیولی دی


سید رحیم سعیدي د تیرو پنځه میاشتو راهیسې د انار په نوم د یوټیوب د چینل له لارې دیني، فرهنګي او د افغانستان د بیلابیلو برخو د معرفۍ او د سفر په اړه په ځانګړي ډول د کابل په تړاو راپورونه خپرول.
سید رحیم سعیدي د تیرو پنځه میاشتو راهیسې د انار په نوم د یوټیوب د چینل له لارې دیني، فرهنګي او د افغانستان د بیلابیلو برخو د معرفۍ او د سفر په اړه په ځانګړي ډول د کابل په تړاو راپورونه خپرول.

د افغانستان د خبریالانو مرکز، د معترضو خبریالانو کمیټې او د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان په جلا اعلامیو کې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا د یوټیوب د یو چینل د مشر سید رحیم سعیدي په نیولو ژوره اندیښنه ښودلې او د هغه د ژر خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یکشنبې د ورځې ناوخته جولاۍ ۲۱( چنګاښ ۳۱) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د "انار" په نوم د یوټیوب مشر سید رحیم سعیدي او ددغه چینل راپور ورکوونکی سید وارث سعیدي او فلم اخیستوونکی حسیب د جولاۍ په ۱۴ ( چنګاښ ۲۴) د طالبانو د استخباراتو ریاست کارکوونکو د کابل په پنځمه ناحیه د خوشال خان په سیمه کې د دوو نورو کسانو سره چې نومونه یې نه دي ښودل شوي نیولې وو.

ددغه مرکز د معلوماتو له مخې د طالبانو استخباراتو ریاست د نیول شویو کسانو څلور یې د یوې ورځې لپاره په توقیف کې د ساتلو وروسته خوشې کړي، خو سید رحیم سعیدي لا هم دغه ریاست سره په بند کې پاتې دی، چې په اړه یې هیڅ معلومات نشته دی.

د طالبانود حکومت د استخباراتو ریاست او ددغه حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تراوسه د سعیدي د نیولو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

سید رحیم سعیدي په تیرو ۲۰ کلنو کې په افغانستان کې د سینما او رسنیو سره کار کړی او د پخواني جمهوري رژيم د ړنګیدو دمخه يې د اریانا خصوصي تلویزیون کې د تولید د مدیر په توګه کار کاوه، خو هغه د تیرو پنځه میاشتو راهیسې د " انار" په نوم د یوټیوب چینل پرانیستی وو.

سید رحیم سعیدي د دغه یوټیوب چینل له لارې دیني، فرهنګي او د افغانستان د بیلابیلو برخو د معرفۍ او د سفر په اړه په ځانګړي ډول د کابل په تړاو راپورونه خپرول.

په عین وخت کې د معترضو خبریالانو په نوم د افغان خبریالانو یوې ډلې هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې دطالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا د سید رحیم سعیدي نیول د بیان د ازادۍ سره د دغې ډلې د دښمنۍ څرګنده بیلګه ګڼلې او ویلي دي چې د طالبانو دا ډول کړنې اطلاعاتو ته د افغانانو د لاس رسي مخه نیسي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" په ۲۰۰۸ کال کې د سید اجمل نقشبندې شهادت، په ۲۰۱۶ کال کې د موبي ګروپ په کارکوونکو باندې ځانمرګی برید، په تیرو دریو کلنو کې د نږدې ۳۰۰ تلویزیوني، راډیوي ... بندیدل، د رسنیو د زرکونو کارکوونکو بې کاره کیدل، په تیرو څلورو میاشتو کې ... د خبریالانو نیول رسنیو سره د طالبانو د دښمنۍ یوه کوچنۍ بیلګه ده".

همداشان د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان هم په یوه اعلامیه کې د طالبانو له خوا د سید رحیم سعیدي نیول غندلي دي. دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې د بیان ازادۍ ته دې درناوی وکړي او سید رحیم سعیدي دې له ځنډ او شرط پرته ازاد کړي.

دغه سازمان ویلي:" له بده مرغه د هېواد خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د نړۍ د نورو سیمو په پرتله له جدي ګواښونو او زیانونو سره مخ دي؛ دوی خپلواکي، د بیان حق، اقتصادي ملاتړ او د خلکو د اطلاع رسونې اسانتیاوې نه لري. سانسور او محدودیتونه دوی او ټول مسلکي خبریالان ورځ تربلې ځوروي او که دا وضعیت دوام ولري، افغانستان به د بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاس‌رسي په برخه کې د نړۍ پر یوه تیاره سیمه بدل شي".

د انار په نوم ددغه یوټیوب د مسوول د نیولو خبرپه داسې حال کې ورکړل شوی چې طالبانو نږدې دوه اونۍ دمخه په کندهار کې د طلوع د تلویزیون پخوانی خبریال یارمحمد مجروح د نیولو د علت په اړه رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي.

د افغان خبریالانو د ملاتړ ادارې وايي چې طالبانو حکومت په پرله پسې ډول د رسنیو په چارو کې لاس وهنې ته دوام ورکړی او په دغه هېواد کې نه يوازې پر خصوصي رسنیو فشار نه دی کم شوی، بلکې د رسنیو پر کاري محتوا څارنه هم زیاته شوې او د طالبانو استخبارات او امر بالمعروف د رسنیو پروګرامونو او کارونو کې لاسوهنې ته دوام ورکړی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۸ (چنګاښ۲۸) په یو راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې د پیل څخه د جون د میاشتې ترپایه یې د افغان خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د سرغړونو ۸۹ پیښې ثبت کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "په ثبت شویو پېښو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۶۰ د خبریالانو او رسنیو د مسوولینو پر وړاندې د ګواښونو او ۲۹ د خبریالانو د نیولو قضيې شاملې دي. د ګواښونو د پېښو له ډلې د طالب چارواکو په امر لږ تر لږه د اووه رسنیو تړل هم شامل دي

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې خبریالان او رسنۍ تر فشار لاندې راوستي دي او د خپلې نږدې درې کلنې واکمنۍ په موده کې یې په لسګونو خبریالان په زندان کې اچولي او څو تنو ته یې د محکمې له لارې د یو کال او دوو کلنو د بند سزا هم اورولې ده.

د خبریالانو د ملاتړ ادارې وايي چې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د طالبانود حکومت د سختو پالیسو او د خبریالانو او رسنیو په کارونو کې د دغه حکومت استخباراتو د ریاست او امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت د لاس وهنو او د اقتصادي ستونزو له امله یو زیات شمیر رسنۍ تړل شوي او د ښځینه خبریالانو په ګډون په زرګونو خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د اقداماتو له امله افغانستان د بې پولې راپور ورکوونکو د سازمان (RSF) د مطبوعاتو د ازادۍ د ۲۰۲۴ کال په شاخص کې د ۱۸۰ هیوادونو په لیست کې ۱۷۸ ځای نیولی دی. افغانستان ددغه سازمان د مطبوعاتو د ازادۍ د ۲۰۲۳ کال په شاخص کې ۱۵۲ ځای نیولی وو.

د طالبانو د حکومت د افغانستان د خبریالانو د مرکز دغو راپورونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی. خو دمخه ددغه حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د طالبانو ترکنټرول لاندې ملي راډیو ته ویلي وو چې رسنۍ باید خپل فعالیتونه او خپرونې د دیني ارزښتونو او ملي کټو پراساس ترسره کړي.

هغه ټینګار کړی وو چې د طالبانو حکومت رسنیو ته ارزښت ورکوي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نورو ادارو ترڅنګ رسنیو سره نږدې همکاري لري، چې ددغې همکارۍ په ترڅ کې د خبریالانو او رسنیو د امنیت د خوندیتوب سربیره هغوی ته په موقع باندې معلومات او لازمې اسانتیاوې هم برابرې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG