افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره د کرکټ لوبغاړو د مرستو تود هرکلی

عکس: ارشیف - د افغانستان سیلابونه

په ټولنیزو رسنیو کې زیات شمیر افغانانو له سیلاب ځپلو کورنیو سره د کرکټ د یو شمېر ستورو لوبغاړو د مرستو او خواخوږي څرګندولو تود هرکلی کړی دی.

د افغانستان په شمال کې په ځانګړي توګه بغلان ولایت کې د جمعې په ورځ‌ مۍ لسمه (ثور ۲۱) د سختو سیلابونو د راوتلو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۳۰۰ زیات کسان مړه شوي‌ او ګڼ شمیر نور ټپيان شوي دي.

په دغو سیلابونو کې همداشان د استوګنې کابو شپږ زره کورونه په بشپړ او جزیي‌ ډول ویجاړ شوي چې ورسره لسګونه زره کسان بې کوره شوي‌ دي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلو غړو راشد خان او محمد نبي‌ د بغلان له سیلاب ځپلو سره د خواخوږۍ څرګندولو سربیره د مرستو اعلان کړی دی.

راشد خان تیره ورځ په خپل فیسبوک پاڼه کې له سیلاب ځپلو سره د یو نیم میلیون افغانیو مرستې اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې تر ۱۵ ورځو به ۱۰۰۰ کسانو ته پاخه شوي‌ خواړه برابروي.

همدا شان د افغانستان د کرکټ بل ستوري لوبغاړي‌ محمد نبي په خواله رسنیو کې د بغلان سیلاب ځپلو د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړی چې تر اوسه کابو شپږ زره پونډه راټول شوي‌ دي.

د افغانستان په تیر جمهوري‌ نظام کې د ننګرهار والي‌ ضیاالحق امرخیل په خپل اکس پاڼه کې له سیلاب ځپلو سره د کرکټ د لوبغاړو او سوداګرو د مرستې ستاینه کړې او له نورو افغانانو یې غوښتي‌ چې په دې سخت وخت کې د بغلان د خلکو لاسنیوی وکړي.

هغه لیکلي: ”زه په ټولو وطنوالو، هغه که په کور دننه دي او يا له هېواده بهر، غږ کوم چې هر ډول اختلافات لمنځه يوسي او په دې سختو حالاتو کې په يوالي سره د سيلاب ځپلو سره مرستې وکړي.“

همدا شان په خواله رسنیو کې زیات شمیر افغانانو د بغلان له سیلاب ځپلو سره د افغانستان د کرکټ د لوبغاړو مرستې ستایلي‌ او هغوی یې د افغانستان ریښتني اتلان بللي‌ دي‌.

دوی له پانګوالو او شتمنو افغانانو څخه غوښتي‌ چې د کرکټ د لوبغاړو په څیر د افغانستان د سیلاب ځپلو کورنیو سره مرستې وکړي‌ او له هرې ممکنې وسیلې څخه په استفادې په دې سخت وخت کې یې لاسنیوی وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ هم ویلي‌ چې د قوش‌تیپې په نوم د کورني کرکټ ټورنمنټ له سیالیو څخه ترلاسه شوې پیسې به د بغلان له سیلاب ځپلو سره مرستې ته ځانګړې کړي.