محمود خان اڅکزی: کورنۍ بدۍ به ختموو او د قام ستونزې به حل کوو

په ژوب کې ددې جرګې د جوړیدو دمخه د نومبر پر نهمه او لسمه هم په لورالايي کې دوه ورځنۍ جرګه جوړه شوې وه.

د بلوچستان ايالت په پښتون مېشتو سيمو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر انتظام لاندې د امن لپاره د "ولسي جرګو" په لړ کې د نومبر پر ۲۴ او ۲۵ (ليندۍ ۴ او ۵) په ژوب کې دوه ورځنۍ جرګه روانه ده چې د ژوب او شاوخوا ولسواليو سلګونو ولسي مشرانو ګډون پکې کړی دی.

د نومبر پر ۲۴ (ليندۍ ۴) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د جرګې پر ګډونوالو غږ وکړ چې قومونه او ټبرونه دې د خپلو هغو مخکښو مشرانو نومونه ورکړي چې په جرګو پوهېږي، او د پښتنو ترمینځ بدۍ خلاصې کړي.

هغه زياته کړه، پښتانه پر يوه ټوټه ځمکه کلونه کلونه بدۍ کوي او يو بل ته زيانونه اړوي خو د دې حل یوازې د جرګو له لارې ممکن دی. "چې هر ډول کږه وي، چې هر څومره بده وي او ډېر مړي او تاوانونه پکې شوي وي، د پښتنو جرګه يې په پنځه مياشتې کې خلاصولای شي، او داسې يې خلاصولای شي چې نه بيا ټک (ډز) کېږي او نه بل څه."

د بلوچستان د پښتون میشتو سيمو په يوشمېر برخو کې د ولسونو او کورنیو ترمنځ له کلونو او لسيزو راهيسې د ځمکو او نورو لانجو پر سر بدۍ موجودې دي. اڅکزي زیاته کړه چې د همدې مقصد لپاره يې د جرګو لړۍ پیل کړې دې چې د جرګې ګډونوال دې د بديو د خلاصولو او امن ټينګولو لپاره "عقل او پوهه" ورسره شريکه کړي.

د ولسي جرګو د لړۍ په لومړي سر کې، د نومبر پر نهمه او لسمه (لړم ۱۹ او ۲۰) په لورالايي ښار کې دوه ورځنۍ جرګه وشوه چې د لورالايي حوزې د شاوخوا ولسواليو د سلګونو ولسي او قبايلي مشرانو ترڅنګ سياسي مشرانو او فعالانو او زرګونو نورو کسانو ګډون پکې کړی و.

دا تر هغه وروسته ده چې د اکتوبر پر ۲۷ (لړم ۶) محمود خان اڅکزي په کوټه کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال د ناامنۍ په ګډون د پښتنو د لویو ستونزو د هواري پر لارو چارو د بحث لپاره د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د جرګو وربللو اعلان کړی و.

نوموړي د ژوب جرګې ته په وينا کې هلته روانو ناامنيو ته په اشاره وويل چې د پښتنو وطن ته "د خلکو ارادې خرابې دي" او د دې مخنيوی بايد پر وخت وشي. د هغه په وينا پر زوی يا ورور بايد هغه وخت غږ وکړل شي، چې "لېوان په مېږو نه وي ګډ شوي."

اڅکزي زياته کړه چې کورنۍ بدۍ به هواروي او د قام پر ستونزو به تمرکز کوي. نوموړي د پاکستان پر امنیتي او استخباراتي ادارو نيوکې وکړې چې هغوی "وړتیا" لري خو بیا هم د پښتنو پر سيمه امنيت نه ټينګوي او د هغوی پر وژنو يې "سترګې پټې" کړې دي. نوموړي دا تور هم پورې کړ چې "پاکستان پښتانه نړۍ ته د ترهګرو په توګه ورپېژني."

خو د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو تل داسې تورونه رد کړي دي او وايي چې بې له توپیره په دغه هېواد کې د اوسېدونکو ټولو ولسونو د ژوند او مال ساتلو ته ژمن دي.

محمود خان اڅکزي زیاته کړه چې تر دې وروسته به د سېوۍ، کوټې او پښین د حوزو پر کچه هم ورته ولسي جرګې کوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ايالتي مشر عبدالقهار ودان تر دې وړاندې امريکا غږ ته ويلي و چې د جرګې پرېکړې به د عملي کولو لپاره دولت ته وړاندې کوي.

نوموړي زياته کړې وه: "د جرګې پرېکړې به موږ له خپل ولس او هم له سرکار سره شریکوو. د پښتنو په سیمو کې د امنیت مسله د جرګې د سر موضوع ده. له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه زموږ لارې زیاتره وخت بندې وي، کاروبار نشته، حتی د لاسي ګاډو مزدورانو ته هم د کار اجازه نشته. د خپل وطن د امن لپاره به اوس ولس جمهوري لارې خپلوي."

د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو کې د ولسي جرګو لړۍ وروسته تر هغه پیل شوې چې هلته په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې نه يوازې خلکو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې ده بلکې د هغوی مالونو او کاروبارونو ته هم زيانونه پکې اوښتې دي.