د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د سند ايالت د کراچي په ښار کې یو بل ماشومان د ګوزڼ په ویروس اخته شوی او په دې سره په پاکستان کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۷۰ ماشومانو ته رسېدلی دی.
دغې ادارې پر خپله وېبپاڼه په یو بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې د جنورۍ پر نهمه (مرغومي ۲۰) په کراچۍ کې د يو ماشوم په وینه کې د پولیو ويروس تائید کړی دی. بيان زياتوي چې د هغه هلک د وینې نمونې د ډسمبر پر ۲۱ (مرغومي ۱) لابراتوار ته استول شوې وې نو ځکه دا پېښه په ۲۰۲۴ کال کې حسابوي.
په پاکستان کې د پوليو دغه نوې پېښه په داسې حال کې ثبت شوې ده چې په دغه هېواد کې د ډسمبر مياشتې په نیمايي کې له بلوچستان پرته د پاکستان په ۱۴۳ ولسواليو او بیا د هغې میاشتې په پای کې په بلوچستان کې د پولیو ضد واکسین اووه ورځني کیمپاينونه وشول او د پولیو مخنیوي اداره وايي چې د روان ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ مياشتې په پیل کې په ټول هېواد کې تر پنځو کلونو پورې ماشومان بيا واکسینوي.
په دې نوې پېښې سره په ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر تر اوسه ۷۰ ته رسېدلی دی، چې ۲۷ يې په بلوچستان ايالت، ۲۱ يې په خيبر پښتونخوا ايالت، ۲۰ يې په سند ايالت او يوه يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې ده.
په پاکستان کې په دا وروستيو کې په سرعت سره د پوليو د مثبتو پېښو زياتوالي روغتيا پالان اندېښمن کړي دي، ځکه په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ يوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سند ايالت کې وې.
بلخوا د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل راپور کې ويلي دي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی چې زياتره يې په هلمند او کندهار کې دي. په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.
دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.