د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې سبا په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین درې ورځینی کمپاین پیلوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۲ (مرغومي دویم) د عامې روغتیا وزارت له قوله راپور ورکړی چې په دې کمپاین کې به کابو پنځه میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکړل شي.
په راپور کې راغلي: "ټاکل شوې سبا (د روانې ډسمبر میاشتې له ۲۳مې تر ۲۵مې) نېټې پورې په هېواد کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي... شاوخوا ۴.۸ میلیونه له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان به واکسین شي."
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس دا کمپاین چې په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره ترسره کېږي په لومړي پړاو کې به د کابل، کندهار، هلمند، اروزګان، ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان، هرات او زابل ولایتونه تر پوښښ لاندې راوستل شي.
په هرات کې د پولیو کمپاین پیل
د باختر خبري اژانس د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۲ (مرغومي دویم) په یو جلا راپور کې ویلي چې په هرات کې د پولیو کمپاین پیل شوی او ټاکل شوې چې څه باندې ۳۰۰ زره له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شي.
د هرات لپاره د طالبانو د حکومت والي مولانا اسلام جار ویلي: "د پولیو د له منځه وړلو د واکسین څاڅکي حلال دي او د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره اړین دي."
هغه زیاته کړه چې د هرات د روغتیايي مسولینو د هڅو به نتیجه کې په دې ولایت کې د پولیو ناروغي کچه صفر ته راټيټه شوې ده او په دې برخه کې یې د اړوندو ادارو پر لا زیاتو همکاریو ټینګار وکړ.
په افغانستان کې د پولیو د واکسین دا کمپاین په داسې حال کې پیلېږي چې له دې وړاندې په سپټمبر میاشت کې د طالبانو د مخالفت له امله د پولیو کمپاین ځنډول شوی و.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و چې په افغانستان کې د سپټمبر په میاشت کې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس پر ضد پلان شوی کمپاین، د پلي کېدو د بڼې پر سر د طالبانو د حکومت د مخالفت له امله وځنډول شو.
د پولیو ناروغۍ د مخنیوي د نړیوال نوښت د معلوماتو په اساس په افغانستان کې سږ کال تر اوسه د پولیو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي چې وروستۍ یې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې وه.
په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي و چې ټول یې د ننګرهار په ولایت کې و، خو سږ کال د ماشومانو دګوزڼ زياتره پېښې په هلمند او کندهار ولايتونو کې ثبت شوې دي.
بلخوا د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر تر اوسه ۵۶ ته رسېدلی دی، چې ۲۶ يې په بلوچستان ايالت، ۱۵ يې په خيبر پښتونخوا ايالت، ۱۳ يې په سيند ايالت، او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پایتخت اسلام اباد کې ثبت شوې ده.
دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.
فورم \ دبحث خونه