پاکستان کې یوې محکمې د رشوت په قضیې کې د عمران خان او میرمنې ضمانت رد کړ

په پاکستان کې يوې محکمې دوشنبه سپټمبر ۳۰ (تلې نهمه) د رشوت په قضیې کې د پخواني صدراعظم عمران خان او د هغه د میرمنې ضمانت رد کړ چې د مبصرینو په وینا د ښاغلي خان لپاره یوه بله غټه ضربه ده.

د خان او بشرا بي بي مدافع وکیل انتظار حسین پنجوتها د محکمې دا پریکړه غندلې ده خو دا یې ندي ویلی چې په بلې محکمې به د استنیاف غوښتنې عریضه ورکړي که نه.

د عمران خان او میرمنې په استازیتوب دا عریضه د اډیالي په زندان کې ورکړل شوې وه چې دا پخوانی صدراعظم او میرمن یې د ګڼ شمیر قضیو له کبله په جلا جلا خونو کې بندیان دي.

ټاکل شوې چې د همدې روان میلادي کال د اکَټوبر میاشتې په دویمې نیټې دا ښځه او خاوند په رسمي توګه په همدې قضیې کې تورن شي.

د پاکستان پدې نوموتي سیاستوال او د کرکټ د لوبډلې پخواني کپتان او میرمن یې دا تور دی چې د واک پر وخت یې دولتي سوغاتونه په غیر قانوني توګه ساتلي او پلورلي دي.

د پاکستان حکومت چارواکو ته اجازه ورکوي چې د بهرنیو هیوادونو له پلاوو څخه تر لاسه شوي سوغاتونه وپیري خو باید دا پلور او تر لاسه شوې پیسې له حکومت سره شریکې کړي. په عمران خان دا رسمي تور دی چې د دې سوغاتونو ارزښت یې کم ښودلی.

سره لدې چې یوې محکمې د عمران خان او بشرا بي بي د واده قضیه کې چې تور پرې و، د پاکستان قوانینو خلاف شویدی، د اوو کالونو بند تیرولو سزا بدله کړه او ددې امکانات یې پیدا کړل چې ښایي په ضمانت خوشې شي خو چارواکو پرې د رشوت خورۍ او نور تورونه ولګول.

د عمران خان او میرمنې د ضمانت عریضه داسې مهال د محکمې لخوا رد کیږي چې د ښاغلي خان ویاند ذوالفقار بخاري د اکس په شبکې کې ادعا وکړله چې په زندان کې د بشرا بي بي سره ناوړه چلند کیږي.

بخاري لیکلي چې د زندان افسران د بشري بي بي په کوټې چاپه اچوي، هغه په زور اړه کوي چې خپل حجاب لیرې کاندي، او په تشک یې اوبه شیندل کیږي.

دا مطلب هم ولولئ د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د ناقانونه واده سزا لغو شوه

هغه لیکلي چې د زندان د مسؤلینو دا کړنې د بشري او زندانیانو حقوقو څخه سرغړاونه ده، باید چارواکې پرې خبر شي او مخه یې ونیول شي.

د پاکستان حکومتي چارواکو تر اوسه د ذوالفقار بخاري ادعاوو په هکله څه ندي ویلي.

د پاکستان حکومت څه موده وړاندې د اډیالې زندان یو شمیر چارواکي پدې تور له دندو لیرې کړل چې ګواکې د عمران خان سره یې مرسته کوله خو دا یې نه ویلي چې هغوي څه ډول مرسته کړې وه.

په عمران خان باندې څه باندې ۱۵۰ د پولیسو قضیې دي او د یو کال څخه زیاته موده کیږي چې په زندان کې دی.

خو د دې ټولو قضیو سربیره، ښاغلی خان په پاکستان کې د ولس تر منځ یو محبوب سیاستوال دی. منتقدین او د پاکستان تحریک انصاف ګوند چې عمران یې مشر دی، وایي چې د پولیسو دا قضیې سیاسي انګیزه لري.

دی په ۲۰۲۲ کال کې د پارلمان لخوا د عدم اعتماد تر رایه ګیرۍ وروسته له واک لیرې کړل شو.