د بشري حقونو څار سازمان اسرائیل په 'جنګي جنایت' تورن کړ

په شمالي غزه کې د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو پر مهال، بې ځایه شوي فلسطینيان له سیمې څخه وځي.

د بشري حقونو د څار سازمان پنجشنبې نومبر ۱۴ (لړم ۲۴) په یو راپور کې وویل چې په غزه کې د اسرائیل له لورې خلکو ته د تخلیې مکرر امرونه د "جبري انتقال جنګي جنایت " او د فلسطیني خاورې په ځینو برخو کې د "توکم پاکولو" په معنا دي.

په راپور کې ویل شوي: "د بشري حقونو د څار سازمان داسې شواهد ترلاسه کړي چې ښيي اسرائیلي چارواکي د خلکو د جبري انتقال جنګي جنایت ترسره کوي."

د بشري حقونو د څار سازمان زیاته کړې چې، په ځینو سیمو کې چې ښايي فلسطینیان ورته بیرته ستانه نشي، "د اسرائیل کړنې داسې ښکاري چې د توکم پاکولو تعریف هم پوره کوي."

ددې نړیوال سازمان څېړونکې نادیه هارډمن یادونه وکړه چې په ۱۷۲ مخونو کې د راپور موندنې د غزې له بې ځایه شویو سره د مرکو، د سپوږمکۍ انځورونو، او د ۲۰۲۴ تر اګست پورې د عامه راپورونو پر بنسټ ولاړې دي.

که څه هم اسرائیل وايي چې د تخلیې امرونه او د خلکو بې ځایه کیدل د ملکيانو د خوندیتوب یا د نظامي اړتیاو له مخې توجیه کیږي، خو هارډمن وویل چې "اسرائیل نشي کولی په ساده ډول د وسله والو ډلو په شتون باندې تکیه وکړي ترڅو د ملکي خلکو بې ځایه کیدل توجیه کړي."

هغې وویل چې "اسرائیل باید په هره قضیه کې وښیې چې د ملکي خلکو بې ځایه کول یوازینۍ لاره وه،" ترڅو د نړیوالو بشري قوانینو له مخې یې اقدامات توجیه شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال تر اکتوبر پورې ۱.۹ میلیونه فلسطینیان په غزه کې بې ځایه شوي دي. د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د جګړې له پیل مخکې، د دغې سیمې رسمي نفوس ۲.۴ میلیون و.

د بشري حقونو د څار د منځني ختیځ د څانګې ویاند احمد بنشمسي په یوه خبري غونډه کې وویل: "په سیستماتیک ډول، او په ځینو مواردو کې په دایمي توګه، د غزې په ډیرو برخو کې اوسېدل ناممکن کول، توکم پاکول ګڼل کیدی شي."

د بشري حقونو د څار سازمان راپور په ځانګړي ډول د فلاډیلفیا او نیتساریم دهلیزونو ته اشاره کړې چې د مصر د پولې سره موازي پراته دي او په ترتیب سره غزه په ختیځه او لویدیځه برخه ویشي، کوم چې د اسرائیل د پوځ لخوا د خپل ځان د خوندیتوب په خاطر "له منځه وړل شوي" دي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په مکرر ډول ټینګار کړی چې د اسرائیل ځواکونه باید د فلاډیلفیا په دهلیز باندي دایمي کنټرول وساتي.

هارډمن وویل اسرائیلي ځواکونو د نیتساریم دهلیز د امنیتي دفاعي زون په توګه استفاده کړی او د څلور کیلومتر پراخې سیمې څخه یې ودانۍ له منځه وړي دي.

په دغه راپور کې د ۲۰۲۴ د اګست وروسته پیښې، په ځانګړي ډول په شمالي غزه کې د اکتوبر په پیل کې د اسرائیل عملیات، ندي یادې شوي.

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو د ادارې ویاندې لویسي واټریج فرانس پرس ته وویل چې په دغو عملیاتو کې د غزې ښار له شمالي برخو څخه لږ تر لږه ۱۰۰ زره کسان بې ځایه شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان راپور استدلال کړی چې "په غزه کې د اسرائیلي چارواکو اقدامات د یوې توکمیزې یا مذهبي ډلې کړنې دي چې د غزې له سیمو څخه د بل توکم یا مذهبي ډلې فلسطینیان له منځه وړي."

راپور د خلکو د بې ځایه کیدو تنظیم شوي وضعیت او د اسرائیلي ځواکونو موخې ته اشاره کړې چې غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې اغیزمنې شوې سیمې به "د تل لپاره خالي او د فلسطینیانو څخه پاکې پاتې شي."