د سږ کال کښتونه خپل لګښت هم نه پوره کوي – د کندز کروندګر

Your browser doesn’t support HTML5

د کندز د علي اباد ولسوالۍ د یوې لرې پرتې سیمې، قزل سای کروندګر وايي، چې سږ کال به د تېر کال په پرتله د دوی حاصلات ډېر کمزوري وي او علت یې دا دی چې کښتونه یې مرض وهلي دي.


په دغه کلي کې یو تن کروندګر ابراهیم وايي،‌ چې هر کال سبزي کري،‌ خو په خبره یې ډېری وخت د نباتي امراضو له امله له تاوان سره مخ کېږي. دغه کروندګر زیاتوي چې له دوی سره تر اوسه د نباتي امراضو په له منځه وړلو کې هیڅ‌ ډول مرسته نه ده شوې.
دغه کروندګر وايي چې هیڅکله یې کوکنار او یا هم نور نشه يي‌ توکي نه دي کرلي، خو په خبره یې زیاتره وخت د نباتي امراضو او همداشان د خرڅلاو د کموالي له امله ورته زیات تاوانونه اوښتي دي.

د هغه په خبره، هر کال په ګرانه بیه نباتي درمل اخلي، خو په وینا یې درمل یو کال کار کوي خو بل ځل ته یې کیفیت خراب وي او بیا کروندې ته هیڅ ګټه نه کوي.

دغه کروندګر شکایت کوي، چې دولت ورسره تر اوسه پورې هیڅ کوم ډول د نباتي‌ درملو او یا هم کیمیاوي سرې مرسته نه ده کړې. نوموړی زیاتوي چې د نباتي امراضو له امله ډېری وخت خپل کړي مصارف هم نه شي پوره کولای.