یو لوړپوړی هندي سیاستوال چې له بالیووډ سره د نږدې اړیکو درلودلو له کبله مشهور و د ایالتي انتخاباتو څخه څو اونۍ مخکې د ممبي په ښار کې ووژل شو.
د ممبي پولیسو د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تلې ۲۲) په یو بیان کې ویلي چې ۶۶ کلن بابا صدیق د شنبې په شپه په ممبي کې د خپل زوی له دفتر څخه بهر څو ځله په مرمیو ویشتل شوی دی. د پولیسو په وینا نوموړي لږ وروسته د خپلو ټپونو له امله د ښار په لیلاوتي روغتون کې ساه ورکړه.
بابا صدیق له لسیزو راهیسې د هند د ملي کانګرس ګوند غړی و خو په دې وروستیو کې په مهاراشترا ایالت کې له واکمن سیمهییز ګوند سره یوځای شوی و. هغه د بالیووډ سینما له څو ستورو سره هم نږدې اړیکې درلودې او د لویو میلمستیاو د جوړولو له کبله مشهور و.
د مهاراشترا د وزیر اعلی مرستیال اجیت پاوار چې دی هم د سیمهییز ګوند غړیتوب لري وویل چې د صدیقي په وژنه حیران شوی دی.
پارا وویل: "پېښه به په جدي توګه وڅیړل شي او له برید کوونکو سره به سخت عمل وشي. د برید تر شا طراح به هم وموندل شي."
د پریس ټرسټ اف انډیا خبري اژانس راپور ورکړی چې دوه کسان په دغه برید کې د لاس لرلو په شک نیول شوي او د یو بل کس د نیولو لپاره د پولیسو پلټنې دوام لري.
د NDTV چینل وویل دوو نیول شویو کسانو ویلي چې دوی د یوې جرمي ډلې غړي و او پخوا یې ډېر کسان وژلي دي.
تمه ده چې په مهاراشترا ایالت کې انتخابات په نومبر میاشت کې ترسره شي.