په خوا کې مو سیند بهیږي خو کروندې مو له تندې سوځي – د سره رود کروندګر

Your browser doesn’t support HTML5

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د پنبې یو شمېرکروندګر د اوبو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، سیند یې په خوا کې بهیږي خو د دوی کروندې اوبو ته تږې وي.

د دې ولسوالۍ په اشپاریانو سیمه کې محمد حضرت شاوخوا لس جریبه ځمکه په دهقانۍ کري، چې اوس مهال يې په یو جریب باندې پنبه کرلې ده.

هغه وايي، د پنبې د کر وخت هم ترې پسینه شوی، ځکه چې د غنمو حاصلات يې د بارانونو له امله په وخت ټول نه شو کرلی او همدا راز د تخمونو د اخیستو وس يې نه و.

محمد حضرت امریکاغږ سره خبرو کې ویلي، چې سیند ورسره خوا کې بهېږي خو، د دوی کروندو کې فصلونه له تندې سوزي.

دی وايي:”سنبله کې پنبه کرل کېږي خو مانه پسینه شوله، ځکه غنم مې ترې نا وخته ټول کړل، بیا راسره تخمونه نه و، بل دلته زمونږ د اوبو مشکلات دي، مونږ ته باید له سیند نه اوبه را جګې شي“.

نوموړی وايي، ځمکه يې په دهقانۍ ده او کله چې اوبه وي نو یو جریب ځمکه يې تر ۸۰ او ۹۰ منو پورې د پنبې حاصلات ورکوي، چې ښه عاید تر لاسه کوي.

د هغه په خبره، چې کله اوبه نه وي نو بیا يې آن د پنبې کرلی فصل د څاروایو د خوراک شي او تاوان يې له جیبه پرې کوي.

هغه زیاتوي، چې تخمونه او سرې له بازاره په شخصي لګښتونو اخلي او تر اوسه ورسره هیڅ راز مرسته نه ده شوې.

د محمد حضرت لویه غوښتنه دا ده، چې بندونه او د اوبو لپاره دې ورته لښتي جوړ شي تر څو يې فصلونه په وخت اوبه شي او حاصلات ورکړي.

هغه وايي: ”حکومت نه مونږه دا غوښتنه کوو، چې هغه ده مونږ ته ټول پټي د سیند اوبو یوړله، مونږ ته باید چې لښتي جوړ کړي، بندونه راته جوړ کړي، له سیند نه راته اوبه را جګې کړي چې مونږ اسوده شو“.

یوازې محمد حضرت نه دی، چې په سره رود ولسوالۍ کې د اوبو له نشتوالي شکایت کوي، بلکې په دې ولسوالۍ کې د نږدې ټولو کروندګرو لویه ستونزه همدا ده.