سږ کال بارانونو د رومیانو کروندې زیانمنې کړي دي – کروندګر

Your browser doesn’t support HTML5

لغمان کې د رومیانو کروندګر وايي د مارکیټ د نشتوالي له امله کړي لګښتونه هم اوس نه شي پوره کولی او کله چې د رومیانو د حاصلاتو وخت شي نو د یو من رومیانو بیه ان زر افغانیو ته را ښکته شي.

لغمان کې د رومیانو کروندګر وايي د مارکیټ د نشتوالي له امله کړي لګښتونه هم اوس نه شي پوره کولی او کله چې د رومیانو د حاصلاتو وخت شي نو د یو من رومیانو بیه ان زر افغانیو ته را ښکته شي.

د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ د نواباد په سیمه کې د رومیانو کروندګر دوست محمد وايي، رومیان آن تر خوست ولایت پورې یوسي، خو چې نرخونه يې هر ډول و نو بیا يې د مجبورۍ له امله پلوري، ځکه بېرته را وړل او ساتل يې نه کېږي.

هغه امریکاغږ ته وویل:”که دلته يې تجار ته ور نه کړو او ډېره خواري وکړو، وړو يې بازار ته، کندوز ته یا اوس مې بار کړي دي وړم يې خوست ته، هلته که په یوه افغانۍ و او که په ۱۰ مجبور یم خرڅوم يې، دا خو ساتلی نه شو، خرابېږي، غنم او وریجې خو نه دي“.

دوست محمد وايي، که سړې خونې ورته جوړې شي نو بیا که هر ډول سبزیجات وي د لږ وخت په تېرېدو سره بازار پېدا کوي او نرخونه يې ښه کېږي، چې په دې سره به کروندګر له تاوان وژغورل شي.

دی وايي، سږ کال يې د رومیانو حاصلات ښه و، خو د ډېرو بارانونو له امله يې مرض وکړ او ټول ګنده شول، چې بیا يې دوا هم ورته له بازاره واخیسته او د بې کیفیتۍ له امله يې هیڅ پایله ور نه کړه.

نوموړی وايي، په شاو خوا څلور جریبه ځمکه يې رومیان کرلي و، چې هم يې تخم او هم يې سره او کیمیاوي دوا ټول له بازاره په شخصي لګښتونو اخیستي دي.

هغه وویل: ”که سم را شي له یو جریب څخه په یو چین کې له ۱۰۰۰ منو نیولې آن ۱۵۰۰ منو پورې حاصل ورکوي او چې بیا يې بازار هم ښه وي، خو که مرض وکړي، تخم يې سم نه وي او یا دوا کار ونه کړي نو بیا ۴۰۰ منه هم کوي“.

دا موسم اوس مهال په ختیځو ولایتونو کې د بېلابېلو سبزیجاتو او میوه جاتو د حاصل وخت دی او کروندګر هیله لري، چې ښه عواید به ترې ترلاسه کړي، مګر په ټوله کې ستونزه د سړو خونو او د مناسبو مارکیټونو نه شتون دی.