د خبریالانو د ملاتړ کمېټه: د اسرائیل-حماس په جګړې کې ۵۳ خبریالان وژل شوي 

د اسرائیل او حماس په جګړې کې ۵۳ خبریالان وژل شوي

د خبریالانو د ملاتړ کمېټه وايي چې د اسرائیل-حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهېسې ۵۳ خبریالان وژل شوي دي.

دا کمېټه، چې اصلي مرکز یې په نیویارک کې دی، وایي چې په وژل شویو خبریالانو کې یې ۴۶ فلسطینيان، څلور یې اسرائیلیان او درې نور یې لبنانیان دي. د غزې په جګړې کې په تازه پېښې کې د لبنان د المیادین تلویزیون، چې د ایران ملاتړی دی، دوه خبریالان وژل شوي دي.

د المیادین تلویزیون وايي چې دا خبریالان یې د سه شنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې د اسرائيل ځواکونو د توغندیو په برید کې وژل شوي دي.

د خبریالانو د ملاتړ کمېته وایي چې د حماس او اسرائیل ترمنځ جګړې کې ۱۱ نور خبریالان ژوبل شوي او درې نور ورک دي. دا کمېټه وايي چې ۱۸ نور خبریالان نیول شوي دي.

د خبریالانو د ملاتړ کمېټې په ویبسایټ کې لیکل شوي‌ دي:"په غزه کې خبریالان، چې د اسرائيل د ځمکني یرغل، ویجاړوونکو بریدونو، د ټکني شویو ارتباطي شبکو، د سرچېنو د کموالي او د برېښنا د نشتوالي سره سره د د غې جګړې په اړه راپورونه ورکوي، له ډېرو خطرونو سره مخامخ دي."

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومې نېټه په اسرائیل بریدونه وکړل. اسرائيل مقامات وايي چې‌په دغو بریدونو کې ۱۲۰۰ تنه وژل شوي او ۲۴۰ نور یرغمل نیول شوي دي.

په غزه کې روغتیايي مقامات وايي چې د اسرائيل په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې تر دې دمه ۱۳۳۰۰ فلسطینیان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

په همدې حال کې د قطر او امریکا مقاماتو او حماس ډلې ویلي دي چې د موقت اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره هلې ځلې کوي.