د لاس رسي وړ اتصالات

حماس وايي له اسرائیل سره اوربند ته نږدې شوی


د اوربند لپاره د هڅو سره سره، په غزه کې تر ټولو خونړۍ جګړه روانه ده.
د اوربند لپاره د هڅو سره سره، په غزه کې تر ټولو خونړۍ جګړه روانه ده.

د حماس سره د لسګونو یرغمل کسانو د خوشې کېدو په اړه هیلې په داسې حال کې زیاتې شوي چې د حماس د ډلې مشر او منځګړي هېواد قطر د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۱ (لړم ۳۰) وویل چې دغه ډله په غزه کې له اسرائیل سره د اوربند تړون ته نږدې شوې ده.

د حماس د مشر اسماعیل هنیه د دفتر لخوا فرانس پرس ته د رسېدلي بیان له مخې، هنیه ویلي: "موږ د اوربند په اړه یوې هوکړې ته نږدې شوي یو."

په عین حال کې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن هم د دوشنبې په ورځ د یو تړون کېدو ته اشاره وکړه.

بل خوا، د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري خبریالانو ته وویل: "موږ د اوربند یو تړون ته تر بل هر وخت نږدې شوي یو... موږ ډیر خوشبین یو، ډیره هیله لرو."

خو د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتنياهو، چې د حماس د له منځه وړلو ژمنه يې کړې، د دوشنبې په ورځ ناوخته له حماس سره د څه باندې ۲۴۰ يرغمل شويو کسانو له کورنيو سره تر ليدنې وروسته، په دې اړه څه و نه ویل.

د اوربند د تړون پر لور د پرمختګ هیلې وروسته له هغې زیاتې شوې چې قطر د یکشنبې په ورځ وویل چې د تړون د لاسلیک کېدو په درشل کې یوازې "کوچني" عملي مسایل پاتې دي.

ګنګوسې هغه وخت لا پسې زیاتې شوې چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې چې اکثره د بندیانو په تبادله او د یرغمل شویو په خوشې کولو کې هڅه کوي، د دوشنبې په ورځ وویل چې مشر یې په قطر کې له هنيه سره لیدلي دي.

د اوربند لپاره د هڅو سره سره، په غزه کې تر ټولو خونړۍ جګړه روانه ده. اسرائیل د اکتوبر په اوومه د حماس د هغه برید په پایله کې پر غزه هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل چې د اسرائیلي مقاماتو په خبره شاوخوا ۱۲۰۰ زیاتره ولسي خلک پکې ووژل شول او ۲۴۰ نور یرغمل شول.

د غزې په تړانګه کې د اسرائیل په بمباریو او ځمکنیو عملیاتو کې، د حماس د حکومت په وینا، تر اوسه له ۱۳۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې زرګونه یې ماشومان دي.

د مرګ ژوبلې دغه ارقام د خپلواکو سرچینو له خوا ندي تائید شوي.

د حماس او اسلامي جهاد سرچینو، چې په دې بریدونو کې یې هم برخه اخیستې، د نوم د نه ښودلو په شرط فراس پرس ته ویلي، چې د دوی ډلو د اوربند له شرایطو سره موافقه کړې ده.

په دې لنډمهاله تړون کې به پنځه ورځنی اوربند شامل وي، چې په کې د ځمکني بشپړ اوربند او په غزه کې د اسرائیل د هوايي عملیاتو پای ته رسول شامل دي. په دې هوکړه کې، د غزې په شمال کې هره ورځ د جګړې د شپږو ساعتونو دپاره درول شامل دي.

د دې معاملې له مخې، چې سرچینو ویلي ممکن بدلون ومومي، د حماس له ولکې پوځي پرسونل نه بلکه یوازې د ۵۰ څخه تر ۱۰۰ پورې اسرائیلي ملکي او بهرني یرغمل خوشې کیږي

په بدل کې به شاوخوا ۳۰۰ فلسطینیان د اسرائیل له زندانونو ازاد شي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG