اوکراین د سعودي عربستان په کوربه توب د سولې د خبرو لپاره د نړیوال ملاتړ غوښته کړې

اوکراین او متحدین یې د سعودي عربستان په کوربتوب د یوې نړیوالې غونډه لپاره چې ټاکل شوې د راتلونکې شنبې او یکشنې په ورځو د جدې په ښار کې جوړه شي، په اوکراین کې د سولې د لارو چارو د لټولو په موخه د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړي.

په دې غونډې کې به د اوکراین، برتانیې او هند په ګډون د نړۍ د شاوخوا ۴۰ هیوادونو جګپوړي استازي برخه واخلي.

اوکرایني او لویديځ ډپلوماتان هیله من دي چې په سعودي عربستان کې را روانه غونډه به د چارواکو لپار دا فرصت برابر کړي چې پر اوکراین د روسیې د روان پوځي یرغل د‌ پای ته رسیدو په موخه د سولې په مهمو اصولو موافقه ترلاسه شي.

ټاکل شوې دا غونډه د جمعې په ورځ، د اګست ۴مه ( زمري ۱۳مه) پیل شي، خو اصلي بحثونه به د شنبې او یکشنبې په ورځو کې وشي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، د چهارشنبې په ورځ وویل چې هغه هیله من دی چې دغه غونډه به په مني کې د نړۍ د مشرانو "د سولې سرمشریزې" ته لاره هواره کړي.

ویل کیږي چې روسیه به پدې دوه ورځنۍ غونډې کې او همدا راز هغه سرمشریزه کې چې ولسمشر زیلینسکي راتلونکې مني لپاره پلان کړې ده، ګډون ونکړي. روسیې تیره میاشت د ډنمارک په پایتخت کوپنهاګن کې دیته ورته یوې غونډې کې هم ګډون نه و کړی.

کیف د خپلو لویدیځو ملاتړو سربیره هیله لري چې په دې غونډه کې د نړۍ په سویل کې د برازیل او همداشان د هند، سویلي افریقا او ترکیې په ګډون د یو شمیر هیوادونو ډپلوماتیک ملاتړ ترلاسه کړي.

اوکراین او د لویدیځو هیوادونو چارواکي هیله لري چې د روسیې پرته دا غونډه به په اوکراین کې د سولې د راتګ لپاره یو ښه فرصت وي.

کیف تل ټینګار کړی چې سوله یوازې په هغه صورت کې کیدی شي، چې د دې هیواد د خاورې بشپړتیا پخپل ځای وي او روسي ځواکونه په بشپړه توګه لدې هیواده ووځي.

خو بل پلو بیا روسیه چې د اوکراین د شپږو څخه یوه برخه خاوره یې نیولې پدې ټینګار کوی چې اوکراین باید نوي واقعیتونه ومني.

تر اوسه د ټولو هیوادونو او ادارو نومونه چې ټاکل شوې د جدې په غونډې کې برخه واخلي څرګند شوي ندي خو د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې چې د لومړي ځل لپاره یې پدې هکله خبر ورکړی و ویلي چې ښایي برازیل او ځینې نور مخ پر ودې هیواونه هم پکې برخه واخلي.

د دې غونډې جوړول د سعودي عربستان یو بله هڅه ده چې د اکراین د جګړې په هکله دپلوماسۍ کې د خپل نقش ښودلو لپاره یې کوي.

سعودي عربستان د همدې روان ۲۰۲۳ کال د مې په میاشت کې هم د عرب لیګ سازمان په غونډې کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ته د ګډون بلنه ورکړې وه.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس او اسوشیټیډ ‌پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.