د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن روسیه د خوراکي توکو پر نړیوال سیستم باندې په برید کولو تورنه کړه


بلینکن د امنیت شورا په غونډه کې
بلینکن د امنیت شورا په غونډه کې

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ اګسټ دریمه (زمري ۱۲) د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې روسیه تورنه کړه چې د غلو دانو صادراتو له یو مهم تړون څخه د وروستي وتلو له امله په "بلک میل" یا د زور او ګواښ له لارې اړ ایستلو تورنه کړه.

د امریکا دغه جګپوړي دپلومات چې په نیویارک کې یې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د خوړو د خوندیتوب په اړه د یوې غونډې مشري کوله، د امنیت شورا ۱۵ غړو ته وویل چې "لوږه باید د وسلې په توګه ونه کارول شي."

هغه روسیې ته ګوته ونیوله او وویل چې تیر کال یې پر اوکراین یرغل د خوراکي توکو پر نړیوال سیستم باندې "برید" ته لمن ووهله.

تیره میاشت د تور سمندر د غلو له تړون څخه د وتلو له امله بلینکن پر مسکو نیوکه وکړه.

دغې موافقې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې په ترڅ کې د سمندر له لارې اوکراین ته د غلو د صادراتو اجازه ورکړې وه.

مسکو د دې معاملې له غځولو ډډه وکړه، چې د غلو دانو د بیو د لوړیدو لامل شو او وزله هیوادونه یې سخت زیانمن کړل.

بلینکن وویل: "د دې شورا هر غړی، د ملګرو ملتونو هر غړی باید مسکو ته ووایي چې د تورې بحیرې څخه د بلک میل (زور او ګواښ له لارې اړ ایستل) په توګه کار اخیستل بس دي."

هغه زیاته کړه: "د نړۍ د تر ټولو زیان منونکو خلکو څخه د نفوذ لپاره ګټه اخیستل بس دي. دا غیر عادلانه او غیر مشروع جګړه بس ده."

دا تړون چې د ۲۰۲۲ په جولای کې د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د اوکراین او روسیې ترمنځ لاسلیک شو، موخه یې د جګړې سره سره د نړۍ کاري بازارونو ته د اوکراین د غلو د لاسرسي تضمین کول او په نړۍ کې د قحطۍ خطر کمول دي.

مسکو د خپلو صادراتو په ځانګړي ډول د سرې اړوند اجزاو په اړه د یو بل تړون د تضمین غوښتنه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې مرستیال سفیر دیمیتري پولیانسکي ویلي، د لوېدیځ بندیزونه د روسیې د خوراکي موادو او سرې په صادراتو ناوړه اغیز کړی دی.

هغه د امنیت شورا بحث ته وویل: "تر هغه چې د لویدیځ لخوا په مصنوعي ډول رامینځته شوي غیرقانوني خنډونه چې د کرهنیزو محصولاتو رسولو کې د روسیې د اقتصادي عملیاتو په وړتیا ناوړه اغیزه کوي له مینځه نه وي وړي، دا به خورا مشکله وي چې د اکمالاتو لړۍ بیرته نورمال شي او د نړۍ د خوراکي خوندیتوب مسلې ته ځواب وویل شي."

دا پداسې حال کې دي چې د روسیې بې پیلوټه الوتکو د چهارشنبه په ورځ په ډانیوب کې د اوکراین په بندر کې زیربناوې زیانمنې کړې. مسکو د تړون څخه له وتلو وروسته د اوکراین د غلو د بار وړلو مهم تاسیسات په نښه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG