په کندهار کې د انځرو ښه حاصلات

Your browser doesn’t support HTML5

د کوکنارو یو شمېر پخواني کروندګر وایې چې د بدیلو کښتونو په لړ کې یو شمېر بڼوالو د نویو تجربو له مخې د سرو او سپینو انځرو دوه ډوله ونې اېښي چي په کال کې دوه ځله حاصل ورکوي. د دغو انځرو د ونو اېښودل له تیرو څلورو کالونو راهیسې په کندهار کې پیل شوي چې د کروندګرو په وینا ښه پایله یې ور کړې ده.

یاد انځر د پسرلي او مني په موسمونو کې حاصل ور کوي چې بڼوال ترې ښه ګټه تر لاسه کوي.

د انځرو د بڼ څښتن نیک محمد وايي چې د انځر دا ونې موږ څلور کاله مخکې اېښي وې چېسره غټ او سپین انځر کوي. ګټه یې هم ښه ده او په کال کې دوه ځله حاصل ور کوي. د هغه په وینا، اوس زیات خلګ د دغه انځرو د نويو بڼونو جوړیدو ته لیواله دي.

په سویلي ولایتونو کې د انځرو باغونه له لسیزو راهیسې موجود دي، خو پالنه یې په دودیز ډول تر سره کیږي. د کرهنې متخصصین وایې، په سویلي ولایتونو کې اقلیمي شرایط د انځرو بڼونو ته ډير مناسب دي، ځکه د انځرو نویو ډولونو پکښې ښه حاصل ور کړې دی.