د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په اړه شکونه اروپا ته خطر پېښوي


د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ، د جون لومړی (غبرګولي ۱۱مه) اروپايي مشرانو ته خبرداری ورکړ چې د شمالي اټلانټیک تړون (ناټو) کې د کیف د غړیتوب په اړه هر ډول شکونه به روسیه دې ته وهڅوي چې پر نورو هیوادونو بریدونه وکړي.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه، پر اوکراین د روسیې ترپوځي یرغل وروسته، زیلینسکي د امریکا په مشرۍ له پوځي ایتلاف څخه وغوښتل چې دغه هېواد د ناټو د غړي په توګه ومني.

نوموړی په مالدووا کې د اروپا په سرمشریزه کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې: "موږ باید په یاد ولرو، هر هغه شک چې موږ یې دلته په اروپا کې ښکاره کوو، هغه سنګر ته ورته دی چې روسیه به یې د نیولو هڅه وکړي."

اوکراین او مالدووا دواړه د ناټو او اروپایي اتحادیې د غړیتوب لپاره نوماندان دي، خو ځینې اروپایي هیوادونه د روسیې د پرله پسې تیریو ته په کتلو سره، په ناټو کې د دې دواړو هیوادونو د رسمي غړیتوب لپاره د مهال ویش په برخه کې له احتیاط څخه کار اخلي.

اوکراین د روسیې د پوځي یرغل لږ وروسته د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې، د اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره غوښتنه وکړه او د همدې کال په جون میاشت کې یې د نوماند دریځ ترلاسه کړ.

زیلینسکي همداراز خبرداری ورکړ چې، د پریکړې ځنډول به د لویدیځ ځواک کمزوری کړي. هغه زیاته کړه:" که دا شکونه د جدي امنیتي تدبیرونو یا زموږ د یووالي په اړه وي او یا هم ښايې د اوسنیو ننګونو سره د مقابلې لپاره زموږ د وړتیا په اړه وي، نو هر شک نوره ناامني راولي."

هغه وویل: "موږ عادلانه سولې ته اړتیا لرو. له همدې امله هر هغه اروپایی هیواد چې له روسیې سره پوله لري او نه غواړي چې روسیه یې ټوټه ټوټه کړي باید د اروپایي ټولنې او ناټو بشپړ غړی وي."

زیلینسکي د جولای په میاشت کې د لیتوانیا په پلازمینه ویلنیس کې د ناټو په سرمشریزه کې د ناټو له غړو هیوادونو څخه وغوښتل چې کیف ته دې څرګند پیغام واستوي چې هیواد به یې له روسیې سره د جګړې له پای ته رسیدو وروسته له ناټو سره یوځای شي.

په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ په اوسلو کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې وویل: "ددغه تړون ټول غړي د ۲۰۰۸ کال پر ژمنې چې، اوکراین به یوه ورځ د ناټو غړی شي، یوه خوله دي."

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې ورځې په غونډه کې له روسیې سره د جګړې له پای ته رسېدو وروسته ، اوکراین ته د امنیتي ضمانتونو پر برابرولو خبرې وکړي. دا غونډه پداسې حال کې کیږي د ناټو سرمشریزې ته له پنځو اوونیو څخه لږ وخت او د مهمو مسلو پر سر مخالفتونه پرځای پاتې دي.

له ناټو سره د اوکراین یو ځای کېدل په دې معنا دي چې دغه هېواد به د شمالي اټلانټیک تړون د ډله ییزې دفاع په پنځمه ماده کې شامل شي. ددغه مادې له مخې پر اوکراین د برید په ترڅ کې به د ناټو ټول غړي مکلف وي‌ چې ددغه هېواد څخه دفاع وکړي.

خو د ناټو ډپلوماټان وايي چې د امريکا په مشرۍ د ناټو تړون له دې مبهم ژمنې څخه زیات د ویلو لپاره زړه نا زړه دی.

سټولټنبرګ د اوسلو له غونډې وروسته وویل:"موږ نه پوهیږو چې جګړه به کله پای ته ورسیږي، خو موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې کله دا جګړه پای ته ورسیږي، موږ په راتلونکي کې د اوکراین د امنیت لپاره یو باوري تضمین لرو."

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.

XS
SM
MD
LG