د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: د جي-۷ ژمنو ته باید ناټو کې د غړیتوب د بدیل په توګه ونه کتل شي


د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ د کیف سره د نړۍ د اوو ځواکمنو هیوادونو (جي-۷) د نویو امنیتي ژمنو هرکلی وکړ، خو خبرداری یې ورکړ چې دا په ناټو کې ددې هیواد د غړیتوب بدیل نه شي کېدای.

د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره تر خبرو وروسته ښاغلي زیلینسکي وویل، د جي-۷ ژمنو ته باید "د ناټو د بدیل په توګه نه، بلکې زموږ د ادغام په لاره کې د امنیت د تضمین په توګه وکتل شي".

هغه د لیتوانیا په مرکز ویلنیوس کې د ناټو په سرمشریزه کې وویل: "موږ کولی شو ووایو چې د دې سرمشریزې پایلې ښه دي، خو که موږ [په ناټو کې د غړیتوب] بلنه ترلاسه کړو، نو دا به غوره وي."

د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۲ د ورځې په وروستیو کې، تمه ده چې د لویو صنعتي قدرتونو جي-۷ ډله د اوږدې مودې تضمین لپاره یو پلان اعلان کړي چې اوکراین سره د روسیې د یرغل په ماتولو کې مرسته وکړي او د راتلونکي تیري مخه ونیسي.

خو د اوکرایین مشر دا هیله هم څرګنده کړه چې په ویلنیوس کې د ناټو سرمشریزه به کیف ته په رسمي توګه د ناټو په تړون کې د شاملیدو لپاره په یو روښانه مهال ویش سره بلنه ورکړي.

زیلینسکي خبریالانو ته وویل، «د اوکراین لپاره تر ټولو ښه تضمین په ناټو کې [غړیتوب] دی. زیلینسکي وویل چې دی ډاډه دی چې له جګړې وروسته به اوکراین په ناټو کې شامل وي. هغه وویل چې موږ به د دې کار د ترسره کولو لپاره هر ممکنه هڅه وکړو.

د ناټو مشرانو د سه شنبې په ورځ موافقه وکړه چې اوکراین ته به بلنه ورکړل شي کله چې "شرایط" پوره شي.

د ناټو عمومي منشي سټولټنبرګ د زیلینسکي دریځ سره خواخوږي څرګنده کړه او د هغه پرمختګ په اهمیت یې ټینګار وکړ په سرمشریزه کې د اوکراین په هکله رامنځته شوی دی.

ښاغلي سټولټنبرګ یادونه وکړه چې زیلینسکي به د ناټو د ۳۱ مشرانو سره د اوکراین-ناټو شورا په پرانستې غونډه کې ګډون وکړي، او دا چې ډیر غړي یې د اوکراین سره دوه اړخیزو مرستو ته وده ورکوي.

هغه وویل: "موږ باید ډاډمن شو کله چې دا جګړه پای ته رسیږي، د اوکراین د امنیت لپاره باید د اعتبار وړ ترتیبات شتون ولري، ترڅو تاریخ بیا تکرار نشي."

هغه د خپلو خبرو په دوام وويل: "له همدې امله زه دې ته هرکلى وایم چې نن به ډېر متحدين له اوکراين سره د اوږدمهاله امنيتي مرستو د برابرولو ژمنه وکړي."

XS
SM
MD
LG