د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې یو اووه کلن ماشوم د قربانۍ په توګه وژل شول


د هند په لیرې پرتو قبایلي سیمو کې خلک معمولا د خپلو خدایانو د خوشحالولو لپاره انسانان قرباني کوي.
د هند په لیرې پرتو قبایلي سیمو کې خلک معمولا د خپلو خدایانو د خوشحالولو لپاره انسانان قرباني کوي.

په هند کې پولیسو د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۷ (تلې شپږمه) پنځه تنه په دې تور ونیول چې یو اووه کلن هلک یې ددې لپاره د قربانۍ په توګه وژلی چې په یو ښوونځي کې "برکت" راشي.

دغه ماشوم د یکشنبې په ورځ د اترپردېش ایالت په هاترس ښار کې په هغه لیلیه کې مړ وموندل شو چیرې چې هغه اوسېده.

د ښوونځي مدیر دانش بګهیل پولیسو ته د خبر ورکولو پرځای د ماشوم مړی په خپل موټر کې پټ کړی و.

د پولیسو افسر هیمانشو ماتور فرانس پرس ته وویل چې دغه ماشوم د بګهیل د پلار لخوا د تور جادو د مراسمو له پیل وړاندې وژل شوی دی.

ماتور زیاته کړه: "ټاکل شوې وه چې دغه ماشوم د مراسمو د برخې په توګه قربانګاه ته وړل شوی وای خو د مراسمو له پای ته رسېدو وړاندې وژل شوی دی."

د پولیسو افسر وویل چې په دې تړاو بګهیل، د هغه پلار او د ښوونځي درې ښوونکي نیول شوي دي.

ماتور د ماشوم د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات ورنکړل خو هندي رسنیو خبر ورکړی چې د ماشوم مړی د پلټنو لپاره عدلي طب ته لیږدول شوی دی.

د هند په لیرې پرتو قبایلي سیمو کې خلک معمولا د خپلو خدایانو د خوشحالولو لپاره انسانان قرباني کوي.

پولیسو تېر کال پنځه هندیان په دې تور ونیول چې له یوې ۶۴ کلنې ښځې څخه یې په یو زیارت کې په چړې سر پرې کړی و.

پولیسو وویل چې د نیول شویو کسانو د ډلې په مشر باندې تور دی چې دغه ښځه یې د خپل ورور د تلین په مناسبت قرباني کړې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG