د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ؛ ګډ کنفرانس کې د ۱۰ لوبډلو کپتانانو څه وویل؟


د ټولو لوبډلو کپتانانو په لندن کې ګډ خبري کنفرانس درلود
د ټولو لوبډلو کپتانانو په لندن کې ګډ خبري کنفرانس درلود

د ۲۰۱۹م کال په نړیوال جام کې د لسو هېوادونو کپتانانو په لندن کې د پنجشنبې په ورځ (مۍ ۲۳) ګډ خبري کنفرانس لره.

د افغانستان، آسترالیا، انګلنډ، بنګلدېش، پاکستان، جنوبي افریقا، سرېلنکا، نیوزیلنډ، ویسټ انډیز او هند له کپتانانو څخه خبریالانو او د ښوونځي ځینو زده کوونکو پوښتنې وکړې.

دوی ټولو هېله وښوده چې د نړیوال جام سیالۍ به جالبې او په زړه پورې وي. هر کپتان په خپلې لوبډلې ډاډه و او د بري لویې هیلې یې لرلې. دا کنفرانس د کرکټ د نړیوالې شورا د فیسبوک پر پاڼې هم ژوندۍ خپریدلو.

د افغانستان کپتان ګلبدین نایب چې په یو کوچ کې د ویسټ انډیز او پاکستان د لوبډلو له مشرانو سره ناست وو وویل "موږ ښه لوبډله لرو. له څو اونیو راهېسې دلته یو، لوبې مو وکړې، ښه تمرینات مو وکړل، د لوبغاړو مورال ښه دی. خوښ یو چې په داسې سترو سیالیو کې د افغانستان استازیتوب کوو."

د اسټرالیا کپتان فینچ، چې هېواد یې تېر نړیوال جام ګټلی و، بیا په لوبډلې کې د خپلو مجربو لوبغاړو په موجودیت خوښ و. هغه وویل " موږ په لوبډلې کې ځینې لوبغاړي لرو چې د نړیوال جام د سیالیو تجربه لري، موږ ښه لوبډله لرو او ښې لوبې به وکړو."

د هند، اسټرالیا او پاکستان تر څنګ انګلنډ بله هغه لوبډله بلل کیږي چې ښايي دا نړیوال جام وګټي. کپتان یې، اېن مورګن وویل " خلک د یو دلیل په اساس زموږ له لوبډلې څخه لوړه توقع لري. موږ ښه لوبډله لرو، ښې لوبې به وکړو."

د بنګلدېش کپتان مشرفي مرتضی هم په خپلې لوبډلې کې د مجربو لوبغاړو یادونه وکړه او وې ویل " ډاډه یو چې هره لوبډله ماتولی شو. مهمه دا ده چې موږ دا ټورنمنټ ښه پیل کړو."

د پاکستان کپتان سرفراز احمد بیا وویل چې لوبډله یې له څو اونیو راهېسې په انګلنډ کې په لوبو او تمرینونو بوخته ده، له آب او هوا سره اشنا شوې او "موږ نړیوال جام سیالیو ته پوره چمتو یو. ان شالله چې ښې لوبې به وکړو."

لسو واړه کپتانانو په لندن کې ګډ خبري کنفرانس ورکړ
لسو واړه کپتانانو په لندن کې ګډ خبري کنفرانس ورکړ

د جنوبي افریقا کپتان فف دوپلسي بیا په دغو سیالیو کې ټولې لوبډلې غښتلې وبللې او ویې ویل چې " سیالۍ به سختې وي، خپل کوښښ به وکړو چې ښه ولوبیږي."

د سرېلانکا کپتان دمیت کروناتراني بیا وویل چې لوبډلې یې پخوا هم په انګلنډ کې لوبې کړي دي او دوي هم له آب او هوا سره بلد دي او " نړیوال جام سیالیو ته ښه امادګي لرو، هیله لرو چې ښې لوبې وکړو."

د نیوزلنډ کپټان کېن ویلیمسن هم په خپلې لوبډلې کې پر ځینو مجربو لوبغاړو ډاډه دی خو وایي "هره لوبډله چې ښه لوبیږي، هماغه به یې ګټي. ټول ښه ټیمونه دي."

د ویسټ انډیز کپتان جېسن هولډر هم نورې لوبډلې غښتلې وبللې او ویې ویل "موږ راغلي یو چې ښې لوبې وکړو."

د هند کپتان ویرات کوهلي بیا په دې ټېنګار وکړ چې ټولې لوبډلې برابرې دي. هغه وویل چې انګلنډ به ځکه خوښ وي چې په خپل هېواد کې لوبیږي، خو "هره لوبډله بله ماتولې شي."

دا لس هېوادونه په نړیوال جام کې له یو بل سره سیالۍ کوي او تمریني لوبې یې سبا جمعه (مۍ۲۴) پیلیږي. د نړیوال جام سیالۍ د همدغې میاشتې په پای کې پیلیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG