د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان نیول کیدو ته غبرګونونه


د عمران خان پلویانو په ګڼ شمیر ښارونو کې مظاهرې کړي.
د عمران خان پلویانو په ګڼ شمیر ښارونو کې مظاهرې کړي.

د پاکستان د مخکني صدراعظم عمران خان تر نیول کیدو وروسته ځینو هیوادونو او په پاکستان کې دننه او بهر یو شمیر کسانو بیلا بیل غبرګونونه څرګند کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د عمران خان او بل هر سیاستوال پر ضد قضیې د پاکستان کورنۍ موضوع ده.

دې وزارت د ښاغلي خان د نیول کیدو په غبرګون کې ویلي، "مونږ په پاکستان کې د دموکراتیکو اصولو او قانون د حاکمیت درناوی غواړو، لکه څنګه یې چې په نورې نړۍ کې غواړو".

د متحده ایالاتو تر څنګ د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت هم په پاکستان کې د عمران خان تر نیول کیدو وروسته ویلي چې پاکستان کې وضعیت له نږدې څاري.

دې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، "برتانیه د پاکستان سره نږدې او اوږدمهاله اړیکې لري. مونږ د دموکراتیکو اصولو او قانون د حاکمیت ملاتړ کوو".

پولیسو د شنبې په ورځ اګست ۵ (زمري۱۴) د پاکستان پخوانی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر وروسته له هغه ونیو چې د اسلام اباد یوې محکمې هغه د بهرنیو هیوادونو څخه د ډالۍ اخیستو په قضیه کې په درې کاله بند محکوم کړ.

ښاغلي خان په یوې ویډیو کې چې د نیول کیدو څخه وړاندې یې ثبت کړې وه د پاکستان خلکو ته په خطاب کې ویلي چې تر نیول کیدو او زنداني کیدو وروسته یې باید تر هغه پورې اعتراض وکړي چې له "غلامۍ څخه ازاد شي".

د عمران خان تر نیول کیدو وروسته د هغه یو شمیر پلویانو په پیښور کې مظاهرې وکړلې او د خپل مشر نیول کیدل یې وغندل. ځینې ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، پکې ښودل کیږي چې د پولیسو او عمران خان د پلویانو تر منځ اخ او ډب شوی.

د متحده ایالاتو د جان هاپکنز د پوهنتون پروفیسر سټیف هانک په پیښور کې د عمران خان د پلویانو یوه ویډیو خپره کړې او د مظاهره چیانو سره یې د پولیسو په چلند انتقاد کړی.

هغه په ایکس ټولنیزې شبکې کې د دې ویډیو سره لیکلي، "د مخکني صدراعظم عمران خان تر نیول کیدو وروسته، د پاکستان د قانون تطبیق ځواکونه اوس په ښکاره توګه د خان سوله ایز پلویان وهي. پاکستان = پولیسي دولت".

په پاکستان کې دننه هم ځینو کسانو د عمران خان په نیول کیدو سخت انتقادونه کړي.

ښاغلي داوړ لیکلي، "یو صدراعظم (نواز شریف) د اقامې لرلو له کبله محکومیږي او دا دی بل یې د لاسي ساعت پلورلو له کبله. سیاستوال په دا شان ناڅیزو مسایلو بې اعتباره کیږي خو جنرالان بیا خیانت کوي او خوندي پاتې کیږي".

هغه همدارنګه لیکلي چې په پاکستان کې د "عمران خان په شان د سیاستوالو څخه ګټه اخیستل کیږي او بیا "ایسته اچول کیږي".

ځینو کسانو بیا په ټولنیزو شبکو کې په عمران خان د لاسي ساعت پلورلو په تور ملنډې هم وهلي دي.

د سویډن د اوپسالا په پوهنتون کې د سولې او شخړې څانګې پروفیسر اشوک سوین لیکلي چې د لاسي ساعت پلورلو له کبله د عمران خان نیول کیدل پدې معنی چې ګڼې پاکستان کې فساد نشته.

هغه د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي، "عمران خان د لاسي ساعت پټولو په تور زندان کې اچول شوی. زه نه پوهیدم چې په پاکستان کې سیاستوال څومره پاک دي او د فساد څخه پاک دی".

د روان کال د مۍ د میاشتې په نهمې د پاکستان د احتساب د ملي ادارې "نیب" له خوا د مالي غبن په قضیه کې د عمران خان د نیولو وروسته د پاکستان په ټولو ښارونو کې د تحریک انصاف د ګوند د مشر د نیولو په خلاف لاریونونه وشو، چې په ترڅ کې یې یو شمیر پوځي او دولتي تاسیساتو ته زیان ورسید.

له دې مظاهرو وروسته، چې د تحریک انصاف د زرګونو پلویانو د نیول کیدو او د ځینو مشرانو د استعفا لامل شو، عمران خان، د مې په ۱۲مه (د غويي ۲۲) په ضمانت خوشې شو او له درې ورځو توقیف وروسته کور ته ستون شو.

د پاکستان پخوانی صدراعظم چې له ۱۵۰ تورونو سره مخامخ دی، څو ځلې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې محکمې ته حاضر شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG