د لاس رسي وړ اتصالات

د آیسلند انتخابات؛ ښځو د پارلمان اکثریت څوکۍ وګټلې 


د آیسلند صدراعظمه کترین جاکوبسدوتیر
د آیسلند صدراعظمه کترین جاکوبسدوتیر

په آیسلند کې د پارلماني انتخاباتو روستۍ نتیجې اعلان شوې چې په کې ښځو د پارلمان اکثریت څوکۍ ګټلې دي.

د آیسلند دولتي تلویزیون د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (تلې ۴) رپوټ ورکړ چې ښځینه استازو ددې هیواد د پارلمان د ۶۳ څو کیو څخه ۳۶ څوکۍ ګټلې دي.

ددې انتخاباتو څخه دمخه د نظرپوښتنو د نتیجو په اساس اټکل کیده چې ښایي ښځې ونشي کړای د پارلمان اکثر څوکۍ وګټي، خو وروستۍ نتیجې ددغه اټکل برخلاف دې.

د آیسلند اوسنی حکومت، چې د صدراعظمې کترین جاکوبسدوتیر د شین غورځنګ، د استقلال د محافظه کار ګوند او ترقي غوښتونکي ګوند د ایتلاف نه جوړ شوی، له انتخاباتو دمخه ویلي وو چې که په پارلمان کې یې اکثریت وګاټه د همکارۍ د دوام په اړه به فکر وکړي.

د آیسلند په ایتلافي حکومت کې د شاملو ګوندونو له جملې څخه د استقلال محافظه کاره ګوند د ۱۶ څوکیو په ګټلو سره یو ځل بیا د آیسلند په پارلمان کې ستر ګوندي اکثریت خپل کړی دی. شین غورځنګ هم اته څوکۍ ګټلې دي.

د آیسلند په تیرو پارلماني ټاکنو کې هم ښځو ۲۴ څو کۍ ګټلې وې. د نړۍ د اقتصادي ټولنې د رپوټ له مخې چې د مارچ په میاشت کې خپور شو، آیسلند د جنسیتي مساواتو له پلوه د نړۍ د هیوادونو په سر کې ځای لري.

XS
SM
MD
LG