د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایچ او: نومبر کې مو څه باندې ۱۵۴ زرو ناروغانو ته روغتیايی خدمتونه وړاندې کړي


ملګري ملتونه وايي چې افغانستان په نړۍ کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه په اسیا کې تر ټولو لوړه ده، چې د هرو ۱۰۰ زرو زیږون پر مهال ۶۳۸ میندې په دغه هیواد کې مري.
ملګري ملتونه وايي چې افغانستان په نړۍ کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه په اسیا کې تر ټولو لوړه ده، چې د هرو ۱۰۰ زرو زیږون پر مهال ۶۳۸ میندې په دغه هیواد کې مري.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت په ټول دغه هیواد کې افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د پرمختګ خبر ورکړی او ویلي دي چې په دغه میاشت کې یې څه باندې ۱۵۴ زره کسانو ته روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۶ (مرغومې شپږم) رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سازمان د پنځه همکارو غیر دولتي موسسو په مرسته د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د ۱۰۶ روغتیايي مرکزونو له لارې د اساسي روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر پیاوړي کیدو سره مرسته کړې ده.

دغه سازمان ویلي: "دا لاس ته راوړنه په ټول افغانستان کې خلکو ته د متوازنو او هراړخیزو روغتیايی خدمتونو د برابرولو او د روغتیايي خدمتونو د ښه کیدو او انعطاف په برخه کې د روغتیا د نړیوال سازمان ژمنه څرګندوي".

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې دغه سازمان د خپلو همکارو غیر دولتي موسسو په مرسته ۱۵۴۷۱۷ کسانو، چې ۱۰۶۶۶۱ کسان یې لویان ( ۴۳ زره او ۵۲۰ سړي او ۶۳ زره او ۱۴۱ ښځې) او ۴۸ زره او ۵۶ ماشومان (۲۴۵۳۹ هلکان او ۲۳۴۷۶) په کې شاملې دي او ۱۲۲۳۹ نورو کسانو سره د تروما د درملنې د مرکزونو له لارې روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي..

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ددې سربیره یې د روغتیايي مرکزونو څخه د ملاتړ لپاره ۴۷۶ روغتیايي کڅوړې هم ویشلي او هم یې د روغتیايي کارکوونکو د کاري ظرفیت د لوړولو لپاره ۱۱۵۴ روغتیايي کارکوونکي روزلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د ساري ناروغیو د درملنې د اوو، دوه بیړنیو خدمتونو وړاندې کولو او د روحې ناروغیو شپږو روغتونونو په ګډون یې د ثانوي روغتیايي خدمتونو د برابرولو په ۱۵ روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو د کچې د لوړیدو لپاره په لسو ولایتونو کې د غیر دولتي موسسو په همکارۍ اقدامات کړي دي.

همداشان دغه سازمان ویلي چې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د نشه يي توکو د درملنې ۱۲ مرکزونو او د اپینو تعویض د درملنې دوو مرکزونو سره د شپږ غیر دولتي موسسو په همکارۍ د هراړخیزې درملنې د چمتو کولو لپاره مرستې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د نومبر په میاشت کې افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو د برابرولو په اړه دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې افغاسنتان سره د نړیوالې د تولنې د مرستو د کمیدو په دغه هیواد کې د روغتیا په سکټور هنم اغیزه کړې ده.

ددې دمخه د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د عامې روغتیا په برخه کې ننګونو او ګواښونو ته په کتنې ویلي وو چې روان ۲۰۲۴ کال به د افغانستان روغتیايي سیستم پر وړاندې د ډیرو ننګونو ډک کال اوسي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان د روغتونونو په ګډون ۳۱۰ روغتیايي مرکزونه د روغتیايي خدمتونو د کمښت سره مخ دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د اټکل پر اساس دا سازمان په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د پروګرامونو د دوام لپاره د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلنو ترمنځ ۲۹۴ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان په نړۍ کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه په اسیا کې تر ټولو لوړه ده، چې د هرو ۱۰۰ زرو زیږون پر مهال ۶۳۸ میندې په دغه هیواد کې مري.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه ونشي ددغه هیواد په ځینو سمیو کې به د میندو د مړینې کچه نوره هم لوړه شي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA)ویلي چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د امیندوارۍ او زېږون کې د داسې ناروغیو له کبله مري، چې علاج یې شته او مخ یې نیول کېدای شي.

د اسیا او پاسفیک حوزې لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي: "په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د امیدوارۍ او زیږون پر مهال د علاج وړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د سیستم کمزوري تشکیلات او مثلي تولیدي روغتیايي خدمتونو ته د میندو محدود لاس رسی په ځانګړي ډول کلیوالو سیمو کې د میندو او نوو زیږیدلو ماشومانو ژوند د جدي ګواښونو سره مخ کوي."

په دې راپور کې ویل شوي: "په تیرو دریو کلنو کې د اقتصادي بې ثباتۍ، د ښځو په کار او زده کړو د محدودیتونو، د جبري ستنیدلو بهیر او پراخه بې ځایه کیدو له امله دا بحران لا ژور شوی دی".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG