د لاس رسي وړ اتصالات

د واشنګټن او انقرې ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره د امریکايي او ترکي چارواکو ترمنځ خبرې


  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر هاکان فیدان
  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر هاکان فیدان

ټاکل شوې چې جګپوړي امریکايي او ترکي چارواکې، نن پنجشنبې، مارچ اوومه (کب ۱۷مه) په دې اړه یو لړ هراړخیزې خبرې اترې پیل کړې، چې ایا د ناټو دغه متحدین کولای شي د سوریې او انقرې د نږدې اړیکو په څیر مسلو په اړه له خپلو بنسټیزو اختلافاتو وړاندې ولاړ شي.

پدغو خبرو اترو کې چې په پام کې ده د امریکا او ترکیې د جګپوړي چارواکو ترمنځ د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې په څو پړاونو کې تر سره شي، د سوریې، پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل، دفاعي همکارۍ، انرژۍ، له ترهګرۍ سره د مبارزې، او د اسرائیل او حماس د راونې جګړې پر موضوعاتو بحثونه شامل دی.‌

د "ستراتیژیک میکانیزم" په نوم دغه خبرې اترې به د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن او د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر هاکان فیدان ترمنځ لیدنې ته لاره هواره کړي.

د واشنګټن او انقرې ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې د پراخو اختلافاتو له امله له ستراتیژیکو همکاریو څخه لیرې شوي دي.

د ترکیې لخوا په ۲۰۱۹ کال کې د روسیې د اس-۴۰۰ توغندیو دفاعي سیستم د ترلاسه کولو پریکړه، پر انقرې د امریکا له خوا د بندیزونو د لګولو او د اف-۳۵ جنګي جټ الوتکو د پروګرام څخه د ترکیې د ایستلو لامل شول.

په ورته وخت کې، ترکیه د سوریې په شمال کې له کردي ملیشو سره د امریکا د ملاتړ په اړه ژوره اندیښنه لري. ترکیه دا کردي جنګیالي د کردستان د کارګرانو ګوند‌ (پي‌ کې کې) څخه صرف یوه جلا شوې څانګه نه، بلکې یو وسله واله ډله او ترهګر سازمان ګڼي.

همدارنګه واشنګټن د ترکیې لخوا په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په تايیدې کې د ۲۰ میاشتني ځنډ له امله په غوسه و، خو ترکیې د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د سویډن غړیتوب تصویب کړ او له هغه وخت راهیسې امریکایي چارواکو د دواړو خواوو ترمنځ په ځینو برخو کې د خبرو اترو او ګډ کار لپاره هیله څرګنده کړې ده.

خو ددې سره سره، داسې نه بريښي چې د امریکايي او ترکي‌ جګپوړو چارواکو دغه دوه ورځنۍ غونډه به د دواړو خواوو ترمنځ کشالې حل کړي، په تیر بیا د سوریې د راتلونکی او د روسیې سره انقرې قوي اقتصادي اړیکو مسله. واشنګټن په دې اند دی چې انقره له کرملین سره د امریکا له خوا د وضع شویو بندیزو په اسانولو کې د مسکو سره مرسته کړې ده.

بلخوا په دغو خبرو کې به ترکیه له امریکا وغواړي چې د کردي ملېشو له ملاتړ څخه لاس واخلي. دغه خبرې اترې په داسې حال کې کیږي، چې د دواړو لورو ترمنځ تر دې مخکې خبرې اترې، له اوکراین څخه د غلو صادراتو ته لاره هواره کړې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG