د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفیر: پر انقرې د اف-۱۶ جنګي الوتکو پلورل ناټو کې د سویډن د غړیتوب تائید پورې تړلي


اف-۱۶ جنګي جت الوتکې
اف-۱۶ جنګي جت الوتکې

په ترکیه کې د امریکا سفیر وايي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ناټو کې د سویډن غړیتوب تائید کړي چې له مخې به یې انقرې ته د امریکا د ایف ۱۶ جنګي الوتکو د پلورلو په برخه کې چټک ګامونه پورته شي.

په ترکیه کې د امریکا سفیر جیف فلیک د پنجشنبې په ورځ په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د رسمي سند له ترلاسه کولو وروسته به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سمدستي کانګرس ته پر ترکیې باندې د ایف ۱۶ جنګي جټ الوتکو د پلورلو خبرتیا واستوي.

د ترکیې پارلمان د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۲۳ په ناټو کې د غړیتوب لپاره د سویډن غوښتنلیک تصویب کړ، چې له شل میاشتني ځنډ وروسته یې د لویدیځ د پوځي اتحاد د پراخیدو پر وړاندې لوی خنډ لرې کړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان باید اوس دا قانون لاسلیک کړي او بیا د ترکیې په رسمي جریده کې خپور شي. په ناټو کې د سویډن د غړیتوب سند باید واشنګټن ته هم واستول شي.

د امریکا سفیر ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه تمه لري چې په څو ورځو کې به دا سند لاسلیک شي، وویل: "هو، زه تمه لرم."

هغه زیاته کړه: "[دترکیې] د پارلمان اقدام ته په پام سره، زه داسې دلیل نه وینم چې ترکیه انتظار وباسي. نو پدې خاطر زه تمه لرم همدا چې دا موضوع واشنګټن ته انتقال شي، کانګرس ته به (د اف-۱۶ پلورلو) خبرتیا واستول شي."

اردوغان د تېر کال په ډسمبر میاشت کې ویلي و چې په ناټو کې د غړیتوب لپاره د سویډن د غوښتنې ملاتړ به په دې شرط وکړي چې د امریکا کانګرس د انقرې له خوا د اف-۱۶ الوتکو د اخیستو له غوښتنې سره موافقه وکړي.

د امریکا د کانګرس غړو هم پر ترکیې باندې د ایف-۱۶ جټ الوتکو او د هغې د عصري تجهیزاتو خرڅلاو چې ټولیز ارزښت یې ۲۰ میلیارده ډالرو ته رسیږي، په ناټو کې د ترکیې له خوا د سویډن د غړیتوب په منظورۍ پورې اړوند ګڼلی و.
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د چهارشنبه په ورځ د کانګرس د مهمو کمیټو مشرانو ته یو لیک واستاوه او هغوی ته یې د خپل نیت په اړه خبر ورکړ چې د انقرې لخوا په ناټو کې د سویډن د الحاق له بشپړیدو وروسته د اف-۱۶ جټ الوتکو د پلور لپاره د رسمي خبرتیا پروسه پیل کوي.

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته فنلنډ او سویډن خپله د ناپیلتوب اوږدمهاله پالیسۍ ته شا کړه او د ناټو د غړیتوب غوښتنه یې وکړه.

فنلنډ د ۲۰۲۳ کال د اپریل په څلورمه د ناټو غړی شو چې پدې توګه د ناټو د پوځي تړون د غړو شمیر ۳۱ ته ورسید. خو سویډن تر اوسه د ترکیې او هنګري چې د ناټو غړي دي د مخالفت له امله په دې تړون کې ندی شامل شوی.

تر دې مخکې ترکیې په سویډن باندې هغو افراطیانو ته د پناه ورکولو تور لګولی و چې د انقرې له خوا ترهګر ګڼل کیږي. خو د روان کال په جولای میاشت کې اردوغان وروسته له هغې د سویډن د غړیتوب په اړه خپل اعتراضونه بیرته واخیستل چې سویډن د کردانو د ځپلو په موخه اقدامات وکړل.

په همدې حال کې د سویډن صدراعظم اولف کریسترسن د پنجشنبې په ورځ وویل، چمتو دی چې له خپل هنګري سیال ویکتور اوربان سره د ناټو د غړیتوب په اړه وګوري.

کریسټرسن په یو لیک کې وویل: "د هنګري په پارلمان کې د ناټو د غړیتوب د تصویب بهیر بشپړول به زموږ د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختګ لپاره یو قوي بنسټ برابر کړي."

هغه زیاته کړه چې په خورا لیوالتیا سره حاضر دی چې "د دواړو لپاره په مناسب وخت کې" ددې موضوع پرسر د بوداپست سره خبرې وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG