د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان د ناټو غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د سویډن غوښتنه لاسلیک کړه


ترکیه په ناټو کې د سویډن د غړیتوب غوښتنه تائید کړه
ترکیه په ناټو کې د سویډن د غړیتوب غوښتنه تائید کړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پنجشنبې په ورځ جنوري ۲۵ (سلواغه پنځمه) په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د ترلاسه کولو غوښتنه لاسلیک کړه.

د سویډن صدراعظم اولف کریسترسن د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي دي چې د ترکیې له پرېکړې وروسته په ناټو کې یې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره یو مهم ګام واخیستل شو.

د ترکیې پارلمان د سویډن دا غوښتنه تېره اوونۍ تصویب کړې وه. رجب طیب اردوغان تر دې مخکې دا مسئله له امریکا څخه د جنګي الوتکو له اخیستلو سره تړلې وه.

د ترکیې له تائید وروسته هنګري د ناټو یوازینی غړی هېواد دی چې د سویډن دا غوښتنه یې لا تائید کړې نه ده. د سویډن صدراعظم اعلان کړی دی چې بله اوونۍ به په بروکسل کې د هنګري له صدراعظم سره وګوري.

د رویټرز خبري اژانس ویلي دي چې د دغه ملاقات اصلي موضوع په ناټو کې د سویډن غړیتوب دی او استکهلم هڅه کوي په دې برخه کې شته خنډونه لېرې کړي.

ترکیې د سویډن دا غوښتنه څه باندې یو کال ځنډولې وه، انقره په سویډن تور لګوه چې د کردستان د کارګر ګوند غړو ته یې پناه ورکړې. ترکیه دا ډله ترهګره بولي.

اردوغان همدغه راز په سویډن کې د قران د نسخو د سوځولو په اړه جدي غبرګون ښودلی و.

نوموړي په ناټو کې د سویدن د غړیتوب ترلاسه کول، له‌ امریکا څخه د ۴۰ اف-۱۶ جنګي الوتکو او د ترکیې د بېړیو د نوي کولو لپاره د تجهیزاتو له اخیستلو سره تړلي دي.

هغه له کاناډا او د ناټو له نورو متحدینو څخه غوښتي چې په ترکیې باندې د وسلو بندیزونه لېرې کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره ورځ د متحدو ایالتونو د استازو د خونې او د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټو مشرانو ته یو لیک واستوه او ترې یې وغوښتل چې، د ترکیې له لوري د سویډن د غړیتوب له تائید ورسته، په دغه هېواد باندې د اف-۱۶ جنګي الوتکو د خرڅولو مسئله په چټکۍ سره مخې یوسي.

رویټرز د یو امریکايي مقام له خولې راپور ورکړی چې بایډن په خپل لیک کې «له ځنډ پرته» په ترکیې باندې د الوتکو د خرڅولو غوښتنه کړې ده. سپېنې ماڼۍ همدغه راز په دې او د ترکیې د بېړیو د نوي کولو په برخه کې د کانګرس د غړو حمایت غوښتی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG