د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: ترکیه به د نړیوالو بندیزونو له امله له ایران سره خپلې اقتصادي اړیکې پرې نه کړي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د چهارشبنې په ورځ د خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره د کتنې وروسته وویل، چې د ترکیې او ایران ترمنځ د مخ پر ځوړه اقتصادي اړیکو د بیارغونې لپاره، انقره د خپل ختیځ ګاونډي ایران سره د نویو پولو په پرانستلو غور کوي.

اردوغان چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي ترڅنګ د ترکیې او ایران د سوداګرۍ د شورا په غونډه کې خبرې کولې، پر تهران باندې نړیوال بندیزونه او د کوویډ-۱۹ وبا، د انقرې او تهران ترمنځ د سوداګرۍ په حجم کې د کمښت ستر لاملونه وبلل.

د ترکیې او ایران ترمنځ سوداګري په ۲۰۱۲ کال کې نږدې ۲۲ میلیارده ډالرو ته رسیدلې وه، خو له هغه وروسته دغه کچه مخ په ځوړه روانه ده. د ترکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په وینا، د انقرې او تهران ترمنځ د سوداګرۍ دا کچه په ۲۰۲۳م کال کې ۷.۴ میلیارده ډالرو ته راټیټه شوې چې د تیر کال په پرتله، لس میلیارده ډالره کموالي په ګوته کوي.

هغه وويل: "له ايران سره پر پوله د نویو درواز د پرانستلو موضوع هم زموږ د خبرو اترو منځپانګه جوړوي. همدارنګه زموږ د سرحدي ولايتونو د اقتصادي پراختيا د غوړیدو لپاره، پدغو سیمو کې د سوداګريزو مرکزونو د جوړولو هڅې هم دوام لري."

ترکیه چې د شمالي اټلانټیک تړون سازمان ‌(ناټو) غړی هیواد دی، له ایران سره پر پوله د تګ راتګ څلور دروازې لري. له دغو دروازو څخه یوه هم د "ګربولک- بازرګان" دروازه ده، چې د ۲۰۲۱م کال راهیسې یې د جوړولو چارې روانې دي.

اردوغان پر دې ټکې په ټینګار سره، چې ترکیه به د نړیوالو اقداماتو له امله له ایران سره خپلې اقتصادي اړیکې پرې نه کړي، وویل: "په داسې حال کې چې موږ د کوویډ-۱۹ وبا، شاته پریښې ده، خو د بندیزونو محدود کوونکي اغیزې لا پرځای پاتې دي."

اردوغان وویل:" بندیزونه له ایران سره زموږ په سوداګریزو اړیکو کې، په ځانګړې توګه په بانکي سیسټم ستونزې رامنځته کړي دي."

هغه زیاته کړه چې د انقرې او تهران تر منځ د "ترجیحي سوداګریز تړون" بشپړ تطبیق، د سوداګریزو اړیکو د غوړیدو تر ټولو غوره لار ده.

د ترکیې ولسمشر وویل، چې هغه د خپل ایراني سیال (ابراهیم رئیسي) د ملاتړ تمه لري، ترڅو په ایران کې د ترکي شرکتونو د فعالیتونو په وړاندې خنډونه؛ لکه د تیلو د بیو او د هوایي شرکتونو لپاره د فریکونسۍ د محدودیتونو مسلې د حل څخه ډاډ ترلاسه کړي. هغه زیاته کړه چې ددې مسلو څخه د ډاډ د ترلاسه کولو وروسته به انقره، ترکي شرکتونه په ایران کې د زیاتې پانګونې لپاره وهڅوي.

د ایران د اټومي پروګرام له کبله، نړیوالو بندیزونو ددغه هېواد اقتصادي وضعیت له ستونزو سره مخامخ کړی دی. تهران د لوېدیځ هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې د اټومي وسلې جوړول غواړي.

ترکیه چې د روسیې د دفاعي سیسټمونو د اخیستلو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو له بندیزونو سره هم مخ شوې، "د یو اړخیز اقتصادي بندیزونو پالیسۍ مخالف دی."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG