د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ په سوریه کې د داعش پر یو مشر برید کړی او دوه تنه وژل شوي 


عکس: ارشیف - امریکایي بلک هاواک هیلکوپتر
عکس: ارشیف - امریکایي بلک هاواک هیلکوپتر

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانې ویلي، د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۷ (وري ۲۸) د امریکا یوې هیلکوپترې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) یو جګپوړی مشر په نښه کړ چې ګمان کیږي په اروپا او منځني ختیځ کې یې بریدونه پلان کول.

سینتکام په یوه اعلامیه کې وویل، "د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې ځواکونو سهار وختي د سوریې په شمال کې د هیلکوپتر برید وکړ ... او په سوریه کې د داعش یو جګپوړی مشر او د عملیاتو پلان کونکی یې په نښه کړ."

سینتکام ویلي چې د برید هدف "په منځني ختیځ او اروپا کې د تروریستي بریدونو د پلان جوړونې مسؤل و."

په اعلامیه کې ویل شوي چې، "د برید په پایله کې په نښه شوی کس ښایي مړ شوی وي" خو زیاتوي چې په برید کې "دوه نور وسله وال کسان وژل شوي". په اعلامیې کې ددغو دوو وسله والو هویت ندی ذکر شوی، خو ویل شوي چې په برید کې ملکي وګړو او امریکايي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي چې برید د ترکیې سره د سوریې په شمالي پوله د جرابلس ښارګوټي په شاوخوا ۲۵ کیلومترۍ کې د السویده په کلي کې شوی او "هغه ودانۍ یې په نښه کړې چې د داعش یو غړی" په کې و.

په بریتانیا کې میشته د سوریې د جگړې څارونکې ډله د خپلو سرچینو په حواله وايي، په برید کې اصلي هدف او دوه نور جنگیالي وژل شوي دي.

ددې ډلې په وینا، د داعش غړی تر دې مخکې د جرابلس په جنوب کې د کردانو تر ولکې لاندې منبج سیمه کې زنداني شوی و او زیاتوي چې دغه کس شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د یوې ترک پلوه ډلې تر ساتنې لاندې په السویده سیمه کې پناه اخیستې وه.

د یاغیانو یوې ډلې چې ترکیه یې ملاتړ کوي او په السویده سیمه کې ځای پر ځای شوي په یو بیان کې ویلي چې د دوی دوه جنګیالي وروسته له هغه ووژل شول چې د برید ځای ته ورغلل.

د سوریې د جگړې د څارونکې ډلې مشر رامي عبدالرحمن وویل، د داعش ډیر پخواني وسله وال وروسته له هغه، چې د ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کې په سوریه کې جهادیانو خپله وروستۍ سیمه له لاسه ورکړه، له ترکي پلوه ډلو سره یوځای شول.

د روانې میاشتې په پیل کې، د متحده ایالاتو پوځ وویل چې په سوریه کې یې په یوه برید کې د داعش لوړ پوړی مشر خالد عید احمد الجبوري وواژه، چې د سنټکام په وینا په ترکیه او اروپا کې د بریدونو د پلان کولو مسؤل و.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې شاوخوا ۹۰۰ امریکایي سرتیري په سوریه کې پاتې دي، چې ډیر شمیر یې د کردانو تر ادارې لاندې شمال ختیځ کې میشت دي او د متحده ایالاتو په مشرۍ د ایتلاف د یوې برخې په توګه د داعش له پاتې شونو سره جګړه کوي چې په سوریه او ګاونډي عراق کې فعال دي او په دښتو او غرنیو سیمو کې د خپلو پټنځایونو څخه عملیات تر سره کوي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ سینټکام قوماندان جنرال مایکل کوریلا د دوشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې داعش "د دې توان لري چې په سیمه کې او د مینځني ختیځ څخه هاخوا بریدونه ترسره کړي."

د څار ډلې په وینا، د یکشنبې په ورځ په جلا جلا بریدونو کې، د داعش مشکوکو جنګیالیو په سوریه کې لږ تر لږه ۳۶ ښکاریان او پنځه شپانه ووژل چې په وژل شویو کې ۱۷ تنه یې د سوریې د رژیم پلوي جنګیالي وو.

XS
SM
MD
LG