د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پر نیوزیلند باندې ۲۵ کلن بندیز لیري کړ


د امریکا متحده ایالات پر نیو زیلاند باندي یو ۲۵ کلن بندیز لیري کړ چې ددغه هیواد کښتۍ یې د امریکا بندرونو ته د راننوتلو نه منع کړې وي چې دا کار به د دواړو هیوادونو ترمنځ نظامي اړیکو ته وده ورکړي.

د دفاع وزیر لیان پنیتا نن د جمعې په ورځ اوکلند ته د سفر په ترڅ کې وویل چې واشنګټن پر نیوزیلاند باندي بندیزونه لیري کوي چې په دې سره به دواړه هیوادونه وشي کړای چې ګډ نظامي تمرینات او امنیتي بحثونه وکړي.


د یادونې وړ ده چې د ۱۹۸۵ کال راهیسې کله چې نیوزیلاند په خپلې خاورې کې اټمي وسلې بندې کړې د امریکا هغې بېړۍ چې په اټمي وسلو سمبالې وې ، ددغه هیواد اوبو ته د ننوتلو نه منع شوې. په ځواب کې یې څه موده وروسته امریکا ددغه هیواد سره خپل دفاعي تړون لغوه کړ.


په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې چې نن د جمعې په ورځ دایر شو ددفاع وزیر پنیتا د خپل نیوزیلانډي انډول جانتن کولمن سره یو ځای دا تایید کړ چې اوس هم ځیني د نظر اختلافات سته خو دواړو خواوو وویل چې دوي پریکړه کړې چې دغو اختلافاتو ته به اجازه ورنکړي چې د همکارۍ پر وړاندې خنډ شي.
XS
SM
MD
LG