د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژي کې گاونډي هیوادونه هم شامليږي


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس وایې ډیر ژر به دغه طرحه سپینې ماڼۍ ته د تائید لپاره واستول شي.
د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس وایې ډیر ژر به دغه طرحه سپینې ماڼۍ ته د تائید لپاره واستول شي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزير جېم مټیس وايي چې د امریکا په نوې ستراتیژي کې به یوازې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره نه، بلکې په سیمه ییزه کچه اقدامات شامل وي.

ښاغلي مټیس پرون ماښام د کانګرس د استازو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته د څرګندونو پر مهال وویل چې د افغانستان لپاره د امریکا په نوې ستراتیژي کې ډیره مهمه ده چې د هند، پاکستان، افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې هم شاملې شي.

ښاغلي مټیس زیاته کړه؛ "په نوي پلان کې تمرکز پر سيمه ییزه ستراتيژي دی، نو هغه څه چې موږ به یې کوو، له جغرافيايي حقيقتونو سره تړاو لري چې دښمن له کومه ځایه جګړه کوي او لکه تاسو چې پوهيږئ، يوازي له افغانستانه يې نه کوي."

د رسنیو په وینا مټیس به افغانستان ته د دریو او پنځو زرو تر منځ د اضافي سرتېرو د استولو غوښتنه وکړي، څو د افغان حکومت او طالبانو په جګړه کې روان ولاړ حالت مات کړي.

د امریکا لوی درستيز جوزف ډنفورډ ويلي چې دی، متېس او ټرمپ ته له ځينو سپارښتو سره ورغلی چې ښايي ورباندې غور وشي څو په افغانستان کې امنيتي وضعيت ښه شي.

د متحده ایالاتو د د دفاع وزارت یا پنتاگون د هیواد د ٢٠١٨ کال د دفاع وړاندیز شوې بودیجه ٥٧۴،٥ میلیارده ډالره مشخص کړې ده چې پکې د ٢٠١٧ کال په پرتله ۴،٥سلنه زیات والی راغلی.

مټیس وویل "د جمهور رئیس د ٢٠١٨ مالي کال په وړاندیز شوې بودیجې کې ٦۴،٦ میلیارده ډالره په افغانستان، عراق او سوریې کې په عملیاتو ته ځانگړې شوې ده او چې پکې د تجاوز د مخنوي، د نړیوال ترهگرۍ په وړاندې عملیاتو کې د ناتو دفاعي هڅو زیاتوالی هم شامل دي. داعش او نور ترهگر سازمانونه څرگند خطرونه دي او زه د خپلو شریکانو او متحدینو په لیوالتیا خوشاله یم چې په دې مبارزه کې مونږ سره ونډه اخلي."

د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس او د امریکا لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ، دواړو د امریکا د کانگرس غړو ته وویل چې د امریکا پوځ راتلونکي کال کې د داعش او نورو گواښونو په وړاندې د جگړې لپاره ډیرو منابعو ته اړتیا لري.

د ترمپ د ادارې دغو جگپوړو چارواکو د کانگرس نه تمه لري چې د دفاع وزارت لپاره وړاندیز شوې بودیجه تصویب کړي.

"ستاسو په منظورۍ به ډیرې الوتکې ماموریت کې شاملې شي، ډیرې کشتۍ به سمندرونو کې فعاله شي او ډیر عسکر به د روزنې لپاره د جگړې میدان ته ورشي. خو د دې ټولو سره دا منو چې دا کار به په کلونو مالي بودیجه غواړي چې په وخت چمتو شو."

دا بودیجه باید د کانگرس له خوا تصویب شي خو د کانگرس غړي د لا تراوسه د بودیجې د منظورۍ په هکله څه ندي ویلي. امریکایي چارواکي وایي وړاندیز شوې بودیجه د امریکاي نظامیانو د چمتوالي په بهتره کیدو باندې متمرکزه ده.

XS
SM
MD
LG