د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا:‌ حوثیانو ته لېږدېدونکې د ایراني توغندیو پرزې مو ونیولې


د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) له خوا په خپاره شوي عکس کې د ایراني توغوندیو هغه پرزې ښودل شوي چې حوثي یاغیانو ته د لیږدېدو پر وخت د عربو په سمندر کې د امریکا د ځانګړو سمندري ځواکونو په عملیاتو کې ضبط شوي.
د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) له خوا په خپاره شوي عکس کې د ایراني توغوندیو هغه پرزې ښودل شوي چې حوثي یاغیانو ته د لیږدېدو پر وخت د عربو په سمندر کې د امریکا د ځانګړو سمندري ځواکونو په عملیاتو کې ضبط شوي.

د امریکا متحده ایالاتو پوځ د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۶) وویل چې د عربو سمندر کې یې له یوې کښتۍ څخه د ایراني توغندیو پرزې ضبط کړي دي.

د امریکا پوځ ویلي دي چې دغه مهمات حوثي یاغیانو ته لیږدول کیدل.

د امریکا د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سومالیا سواحلو ته څېرمه په نړیوالو اوبو کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د بالستیک او کروز توغندیو پرزې نیول شوي دي.

په نیول شویو اجزاوو کې د هوايي دفاعي سیستم، منځني واټن بالستیک او کښتۍ ضد کروز توغندیو کوپړۍ او نورې ټوټې شاملې دي.

د سنټکام قوماندان جنرال مایکل کوریلا وايي، دوه امریکايي ځانګړي ځواکونه چې مخکې یې د ورکېدو خبر ورکړل شوی و، په دې عملیاتو کې ښکېل و او د موندلو هڅې یې په جدي توګه روانې دي.

دا د تیر کال په نومبر میاشت کې د حوثي یاغیانو له خوا پر سوداګریزو کښتیو د بریدونو له پیل راهیسې د ایراني وژونکو او پرمختللو وسلو د نیول کېدو لومړی ځل دی.

د سنټکام په اعلامیه کې راغلي چې ارزونې ښیي چې حوثي یاغیانو له ورته وسلو څخه په سور سمندرګي کې د نړیوالو کښتیو د ګواښلو او بریدونو لپاره کار اخیستی دی.

د امریکا پوځ ویلي دي چې د دغې کښتۍ د ۱۴ سپرلیو د برخلیک په اړه تر اوسه پریکړه نه ده شوې، خو د دوی کښتۍ چې ناامنه وه، ډوبه شوې ده.

په همدې حال کې امریکايي او بریتانوي ځواکونو د جمعې له ورځې راهیسې دوه ځله په یمن کې د حوثي یاغیانو مرکزونه په نښه کړي دي.

حوثي یاغیانو ګواښ کړی چې د اسرائیل او حماس د جګړې په غبرګون کې اسرائیل ته پر لار کښتۍ په نښه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG