د امریکا حکومت د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) وویل چې د روسیې له خوا د ایراني بې پیلوټه الوتکو په مټ پر اوکراین باندې د شویو بریدونو په ځواب کې به په تهران باندې سخت بندیزونه ولګوي.
د کیف ښار اوس د ایراني بي پیلوټه الوتکو (ډرونونو) له ګواښ سره مخامخ دی. اوکراین وايي، روسیه پر دغه ښار د بریدونو لپاره له ایراني ډرونونو کار اخلي.
ایران دغه ادعا ردوي او کریملین یې په هکله څه نه وايي. د سپينې ماڼۍ ویاندې، کرین ژان پېر، رسنیو ته وویل: "ایران په دې هکله رښتیا نه وايي".
د ژان پېر د معلوماتو له مخي، ایران په پام کې لري چې نورې ویجاړونکې وسلې هم په اوکراین کې د جګړې دپاره پر روسیې وپلوري.
د سپینې ماڼې ویاندې زیاته کړه: "مونږ به له خپله اړخه د روسیې او ایران ترمنځ د وسلو په تجارت باندې سخت بندیزونه ولګوو او ایران ته به پر روسیې د وسلو پلور سخت کړو."
خو شنونکي وايي، لویدیځ د ایران د منزوي کولو لپاره له بندیزونو ورهاخوا ډیر څه نشي کولای.
د سټراټژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز څېړونکی انتوني کورډسمن وايي، له څو میاشتو راهیسې په هغو افرادو او شرکتونو بندیزونه لګول کیږي چې د وسلو دغه سیستمونه برابروي او یا یې پېري او ګټه ورڅخه اخلي، "تردې دمه، دغه کار ډیر محدود موثریت درلودلی دی."
د ایران د مظاهرو ملاتړ او ناڅرګند اتومي تړون
د امریکا حکومت همدارنګه د سپتمبر په میاشت کې د ایران د "ارشاد" پولیسو په توقیف کې د یوې ځوانې ښځې له مړینې وروسته راټوکېدلو مظاهرو څرګند ملاتړ کړی دی.
د عراق او ایران لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې جنیفر ګویتو په دې اړه د امریکا د عملي اقداماتو په اړه وویل: "مونږ په تیرو ورځو او اونیو کې ځینې اقدامات ترسره کړيدي چې د ایران رژیم د هغو کړنو په وړاندې مسئول وګڼو چې مونږ لیدلي دي."
هغې وویل، په دغو اقداماتو کې پر لوړپوړو ایراني چارواکو د بندیزونو لګول او له ایرانیانو سره د اړیکو په برخه کې داسي همکاري شامله ده چې وکولی شي له یوبل سره تماس ونیسي او رسنیو ته لاسرسی ومومي.
سپینې ماڼۍ همدارنګه اندېښنه څرګنده کړې چې د ایران د اتومي تړوان د بیا عملي کولو پر سر له تهران سره روانې خبرې ښايي په ټپه ودریږي.
د سپينې ماڼۍ ویاندې، کرین ژان پېر، وویل: "دمګړی مونږ په نږدې راتلونکي کې پر کوم تړون هوکړه نه وینو."
په ۲۰۱۵ کال کال کې د ایران اد غربي هېوادونو تر منځ د لاسلیک شوي تړون پر اساس ایران د یورانیمو غني کولو ورو کوي او په ځواب کې یې نړیواله ټولنه پر دغه هېواد بندیزونه لیرې کوي. خو په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دغه تړون څخه په یو اړخیز ډول د امریکا د ایستلو اعلان وکړ.
شنونکي وايي، ددغه تړوان د بیرته راژوندي کولو دپاره هلې ځلې په ۲۰۲۱ کال کې په ایران کې د سخت دریځه ولسشمر ابراهیم رئیسي له ټاکل کېدو راهیسې ټکنۍ شوي دي.
د سټراټژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز څېړونکي انتوني کورډسمن ولسمشر ابراهیم رئیسي ته په اشارې وویل: "له اوسني ولسشمر وړاندې په ایران کې تر یوې اندازې ډیموکراسي وه، حکومت د آخندانو په پرتله یو څه منځلاری و. اوسنی ولسمشر یو ملا دی او ډیر محافظه کاره دی."
اوس پوښتنه داده چې راتلونکی ګام به څه وي؟ د امریکا حکومت وايي چې د ایران مشرتابه باید نرمښت وښيي او په تهران، همدان، رشت، اصفهان، بیروت، سنتیاګو، چیلي، روم، بیت المقدس او واشنګټن کې مظاهره کوونکي هم همدا غوښتنه لري.