د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د خلیلزاد د وژلو د پلان ادعا څېړې


زلمی خلیلزاد له شاوخوا دوو کلونو راهېسې د امریکا په استازیتوب له طالبانو سره د سولې مذاکرات مخې ته وړي
زلمی خلیلزاد له شاوخوا دوو کلونو راهېسې د امریکا په استازیتوب له طالبانو سره د سولې مذاکرات مخې ته وړي

امریکایي چارواکي وایي هغه ادعاوې څېړي چې ګنې د داعش ډلې پلان لره چې د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ووژني.

څو ورځې مخکې وسله والو طالبانو یوه ویدیو خبریالانو سره شریکه کړه چې په کې دوه کسان، چې سترګې یې تړلې دي، ادعا کوي د داعش ډلې غړي دي ‌او هغوی ته دنده سپارل شوې وه چې په زلمي خلیلزاد ځانمرګی برید وکړي.

امریکا غږ د دغې ویدیو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره تماس ونیوه. د وزارت یو ویاند وویل: " د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د خپلو اتباعو په ضد هر ګواښ جدي ګڼي. امریکایي چارواکي د دغې ویدیو په اړه تحقیقات کوي. افغان حکومت یې هم کوي."

معلومه نه ده چې دا ویدیو کله او چېرته ثبت شوې او د دغو کسانو مخونه هم نه ښکاري. دا هم لا څرګنده نه ده چې له دغو "تورنو کسانو"څخه په زور اقرار اخیستل شوی او که په رضا.

په ویدیو کې دا دوه کسان د افغانستان د ملي‌امنیت د ځینو پخوانیو او اوسنیو چارواکو نومونه هم یادوي او ادعا کوي‌ چې له هغوی سره یې په ګډه دا پلانونه جوړ کړي وو.

دوی د افغانستان د ملي امنیت د ادارې د یو پخواني مشر رحمت الله نبیل نوم هم اخلي. خو ښاغلي نبیل په خپل ټویټر کې دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې دا ویدیو جعلي ده او په خبره یې طالبان هڅه کوي چې له دې لارې د هغه نوم بد کړي. هغه ویلي دي چې ډېر ژر به په دې اړه دقیق معلومات خپاره کړي.

زلمی خلیلزاد له شاوخوا دوو کلونو راهېسې د امریکا په استازیتوب له طالبانو سره د سولې مذاکرات مخې ته وړي چې په نتیجه کې یې د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹ د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شو.

د تړون یوه برخه دا ده چې طالبان به هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا او د امریکا د متحدینو په ضد وکاروي.

XS
SM
MD
LG