د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد کونړ کې د داعش پر ضد د طالبانو عملیات مثبت بللي


د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کونړ کې د داعش ډلې پر ضد د طالبانو د عملیاتو هر کلی کړی دی.

طالبانو روانه اونۍ په یوې اعلامیې کې ویلي و چې تر ننګرهار وروسته یې کونړ ولایت هم له داعش ډلې څخه پاک کړ او د تېر یو کال راپدېخوا یې د داعش ډلې د مهمو قوماندانانو په ګډون ۴۸۱ تنه وسله وال وژلي او ۳۷۸ نور یې ټپیان کړي دي.

زلمي خلیلزاد تېره شپه مارچ ۱۶مه، ویلي چې د القاعده او نورو وسله والو ډلو پر ضد یاد عملیات د امریکا او طالبانو د توافقنامې یوه برخه ده.

نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي: "زه د طالبانو د اعلامیې چې د داعش غندنه کوي او په افغانستان کې د داعش «د استخدام، تمویل، یا روزنې» د هڅو د مخنیوي ژمنه کوي، هرکلی كوم."

زلمي خلیلزاد همدارنګه هیله ښودلې چې طالبان خپلې ژمنې عملي کړي چې په وینا یې د امریکايي لوري د ژمنو عملي کول هم د طالبانو د ژمنو عملي کولو پوري تړلي دي.

هغه ویلي: "د طالبانو د داعش په اړه اعلامیه او په کونړ کې د ترهګرو پر وړاندې د هغوی وروستي عملیات، مثبت ګامونه دي."

امریکا او طالبانو د تیري فبروري میاشتې پر ۲۹مه نېټه د افغان سولې په اړه توافقنامه لاسلیک کړه.

د یادې هوکړې له مخې امریکايي ځواکونه په ۱۴میاشتو کې له افغانستان څخه وزي او طالبان به هم د القاعده او نورو وسله والو ډلو سره چې امریکا او د هغوی ملګري ګواښي اړیکې پرې کوي او په افغانستان کې به د فعالیت اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG