د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

د امریکا په شمالي کارولینا ایالت کې د انتخاباتو نتیجې ښایي یو څه وځنډیږي، ځکه ددې ایالت په ځنو مرکزونو کې د رای ورکولو بهیر څو ساعته غزول شوی دی.

د امریکا د اریزونا، جنوبي دکوتا، مونتانا او نیوجرسي ایالتونو کې رایه اچوونکي د جمهور رئیس د ټاکلو تر څنګ د مروانا د قانونې کېدو په اړه هم رایه ورکوي. د میسیسیپي په ایالت کې هم په درملو کې د مروانا د کارولو په اړه رایه ورکول کیږي. دا مهال په واشنګټن ډي سي او د امریکا په ۱۱ نورو ایالتونو کې مروانا قانوني دی.

د امریکا د متحده ایالتونو د جمهوري ریاست د ټاکنو تازه جزیات سمیع الله جلالزی د ویرجینیا ایالت د ارلنګټن سیمې وړاندې کوي.

یو شمېر افغانان د امریکا د راتلونکي حکومت مشرتابه نه غواړي چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره کار وکړي. دغه افغانان د اوربند په عملي کېدو ټینګار کوي او غواړي چې افغانستان سره د امریکا د امنیتي تړون مادې عملي شي.

افغانان په امریکا کې د ټاکنو په اړه څه وایي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:17 0:00

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG