د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

امریکایي رای ورکوونکي نن سه شنبه د نومبر درېیمې په انتخاباتو کې د جمهور رئیس سربیره د امریکا د کانګرس ۴۳۵ او د سنا د مجلس ۳۵ غړي هم ټاکي.

د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې ډونالد ټرمپ، د جمهوري غوښتونکي او جو بایډن د دموکرات ګوند له خوا کاندیدان دي.

د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتو راهیسې د امریکا په متحده ایالاتو کې ۱۵ میلیونه نور کسان د رای ورکولو د شرایطو واجد شوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د انتخاباتو د مسولینو د شمیرو له مخې ۹۸ میلیون رای ورکوونکو مخکې له مخکې رای ورکړې دي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG