د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

د اوکلاهاما ایالت په بتني ښار کې د رای ورکوونکو کتار
د اوکلاهاما ایالت په بتني ښار کې د رای ورکوونکو کتار

د مشیګن ایالت په ګرند رپیس ښار کې په یوه کلیسا کې د رای ورکولو مرکز
د مشیګن ایالت په ګرند رپیس ښار کې په یوه کلیسا کې د رای ورکولو مرکز

د تکزاس ایالت په هوسټن ښار کې د رای ورکولو په یو مرکز کې د خلکو کتار
د تکزاس ایالت په هوسټن ښار کې د رای ورکولو په یو مرکز کې د خلکو کتار

د امریکا د متحده ایالاتو د انتخاباتو د ګټونکي سرنوښت ټاکونکی هیت یا الیکټورال کالج (Electoral College) ټاکي. د امریکا هر ایالت د خپل نفوس په پرتله په ټاکلې اندازه د الیکټورال کالج رای لري.

امریکایي رایه ورکوونکي د خلکو دغې ډلې ته چې ټاکونکی هیت یا الیکټورل کالج بلل کیږي، رایه ورکوي.

د امریکا په ټولو ایالتونو کې د الکټورال کالج د رایو مجموعه ۵۳۸ ده، یعني دا شمیره د امریکا د سنا د ۱۰۰ رایو، د استازو د مجلس د ۴۳۵ څوکیو او د واشنګټن ډي سي د دریو رایو سره برابره ده. هر کاندید چې د الکټورال کالج یا د ټاکوونکي هیت ۲۷۰ رای ترلاسه کړي د انتخاباتو ګټونکی دی.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG