د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو د نن ورځې وروستی حال سمیع الله جلالزی درکوي

د امریکا د متحده ایالاتو د نومبر په درېیمه انتخاباتو کې رای ورکوونکي نه یواځې جمهور رئیس بلکې د کانګرس غړي هم ټاکي او د مالیاتو څخه نیولي د مروانا د قانوني کیدو پورې مسایلو ته رای ورکوي.

د هغو معلوماتو له مخې چې د کوک غیر ګوندي بنسټ خپاره کړي، د امریکا د کانګرس د سنا ۳۵ څوکیو ته بیا سناتوران ټاکل کیږي چې اوه څوکۍ یې د سنا د راتلونکي کنترول ترلاسه کولو لپاره چې کوم ګوند به په کې برلاسی وي، ډیرې مهمې دي.

اوسمهال جمهوري غوښتونکي په سنا کې اکثریت دي یعنی ۵۳ څوکۍ لري او دموکراتان ۴۷ څوکۍ لري، خو په اوسنیو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ۲۳ څوکۍ او د دموکراتانو ۱۲ څوکۍ بیا انتخابیدو ته اړینې دي، چې جمهوري غوښتونکو ته کار یو څه مشکل کوي.

د امریکا په بیلابیلو ایالتونو کې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې چې همدا اوس روان دي، د رایو ورکولو په مرکزونو کې د هر عمر خلک لیدل کیږي. د سږ کال په ټاکنو کې د کرونا وبا د اندیښنو سره سره د خلکو ګډون ډیر جالب دی.

د امریکا د متحده ایالاتو ۴٥ جمهور رئیسان

د امریکا د متحده ایالاتو ۴٥ جمهور رئیسان
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:08 0:00

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG